قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د سومریه نیوز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د نینوی ولایت یو محلي خبرې سرچینې اعلان کړې چې داعش د خپل ویبپاڼې تلعفر له لارې د ابوبکر البغدادي د دغه ترهګرې ډلې د خلیفه د مرګ اعلان بې له هیڅ توضیح سره تایید کړي.
دا سرچینه همدارنګه وایئ: داعش په دغه بیانیه کې د خپل مشر مرګ تایید اعلان سره وایئ چې ډېر زر به د خپل نوې خلیفه نوم هم اعلان کړي.
داعش همدارنګه په دې بیانیه کې له خپلو ډلو او وړو ټولنو غوښتنه کړې چې په خپلو اډو او مورچلو کې خپل مقاومت ته ادامه ورکړي.
د ابوبکر البغدادي د هلاکت خبر داعش په داسې وخت کې وکړو چې د اطلاعاتو سرچینو هغه ورځ راپور ورکړې وو چې امنیتي ځواکونو د موصل غربی ښار کې ځنې اسناد او مدارک ترلاسه کړې چې په هغې کې د تکفیری، صهیونیستی او ترهګرې ډلې مشر ابوبکر البغدادي د مرګ اعلان خپرولو نه مخنیوې شوی وو.
http://iqna.ir/fa/news/3617760