قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د milligazette خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا مظاهرې د امریکا د هندي مسلمانانو شورا سازمان له اړخه د امریکا واشنګتن، سن دیګو، سن خوزه او نیویارک ښارونو کې د هند ملي ګرا حکومت سیاست او د مسلمانانو خلاف تاوتریخوالی کې پرمختګ باندې اعتراض کولو لپاره مظاهرې پیل کړي.
ننني مظاهرې د «زمونږ په نوم نه» عنوان سره چې له سراسر دغه هیواد نه په کې په زرګونو هندي مسلمانانو ګډون وکړو پیل شو.
د هند بودایی افراطی ډلو د هند ملی ګرا ګوند (د نارندرا مودی) په مشري کې حکومت ترلاسه کولو نه ورستو د ملي ګراۍ او د غوا حلالې چې هندوانو لپاره مقدس وې په بهانه پر مسلمانانو باندې حملې وکړې او هیڅ یو سازمان دا تاوتریخوالی محکوم کړې نه وو.
http://iqna.ir/fa/news/3619378