IQNA

د بیروت نندارتون کې له ۱۷ پېړۍ سره تړلې قرآن

10:25 - July 18, 2017
د خبر لمبر: 3480589
نړیواله ډله: یو فلسطینی تاجر په بیروت کې نندارتون پیل کولو سره د کال ۱۷۴۰ سره تړلې قرآن چې هغه وخت له افریقا نه د غلامانو تجارت هم رایج وو، له خلکو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي.
د بیروت نندارتون کې له ۱۷ پېړۍ سره تړلې قرآن

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د میدل ایسټ آنلاین خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، رامی المنمر، د النمر کلتوری مرکز خاوند په بیروت کې د عربی خطاطی هنر موضوع سره په دغه مرکز کې نندارتون پیل کړي.

دا فلسطینی تاجر چې په بیروت کې زېږېدلې له هغه وخته په دې ښار کې ژوند کوې، د هغه کورنۍ د خپلو ځمکو او کورونو باندې د اسرائیل رژیم قبضه نه ورستو لبنان ته راغلې وه او ورستو دغه هیواد کې مېشت شوې وو.

هغه په بیروت کې د نندارتون په دړه وویل: دا نندارتون له اپرېل میاشتې(فروردین / اردیبهشت) نه شورو شوې دی او تر اکتوبر(د دې کال تر مهر میاشتې) به ادامه لري.

هغه وویل: دا قرآن یو افریقایی ځوان هغه وخت چې په افریقا کې غلامانو تجارت رایج وو لیکلې دي او د دې تاریخ کال ۱۷۴۰ ته ګرځي.

دې فلسطینی تاجر وویل: دا افریقایی ځوان د غلامانو د خرس په وخت د امریکا ینسیلوانیا ولایت نه یو د دولتمند کس په لاس اخیستلې شوي. خو ولی بیا ترې وتښتېدو او بیا ونیولې شو او د زندان په وخت کې یی دا قرآن کریم ولیکلو او خپل انځور یی د دغه قرآن په لومړۍ پاڼه جوړ کړو.

د غلامانو تجارت په افریقا کې په تېره پېړۍ کې نه یواځې په دغه قاره کې شتون لرلو بلکې اوس هم په ځنې هیوادونو کې دا شتون لري.

کله چې د اروپا استعمار په امریکا کې شورو وکړه نو دغه غلامان به په ځمکو او نوې کاڼې را ویستلو کې کار کولو، له افریقا نه به هلته وړې کېدل. د ۱۵۰۰ نه تر ۱۷۰۰ کالونو پورې تقریباْ ۱۵ ملیون افریقاییان امریکا ته اړولې شوې دي.

له کال ۱۷۷۹ نه تر ۱۷۹۰ پورې د غلامانو د تجارت په امریکا او انګلیس کې اوج وو.

http://iqna.ir/fa/news/3619177


captcha