IQNA

د مصر د ولسمشر دینی مرستیال

دا افراط ګري دیني ډلې د قرآن کریم تحریف کوي

18:22 - July 19, 2017
د خبر لمبر: 3480592
نړیواله ډله: د مصر ولسمشر دینی مرستیال یو ټلویزون پروګرام کې تاکید کړې: دا افراطی دینی ډلې په قرآن کریم کې تحریف کوي.
دا افراط ګري دیني ډلې د قرآن کریم تحریف کوي

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مصر الکترونیکی ورځپاڼې «الدستور» نه پهع نقل، د مصر ولسمشر دینی مرستیال او د الازهر یو مشهور عالم اسامه الازهري یو ټلویزوني پروګرام «رؤی» چې له سپوږمیزه چینل «dmc» نه خپرېږي، وویل: قرآن کریم ۵۶ سنته او الهي قانونونه لري.

هغه د قرآن کریم سوره حجرات ۱۳ آیت« يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ، ای خلکو مونږ تاسو له ښځې او سړې پیدا کړي او د تاسو مو قبیلې او شاخونه جوړ کړل چې له یو بل څخه بیل بیل وپېژندلې شي او په حقیقت کې تاسو کې الله ته نږدې تر ټولو نه تقوا کوونکې دي بې شکه چې الله پوهه او خبر دي.

دې آیت بیانولو سره تاکید وکړو: د تمدن ترمنځه بېلوالي یو قرآنی قانون دی او د سید قطب(د مصر لیکوال او مفکر) د ابوبکر بغدادي( د ترهګرې ډلې داعش مشر)، د حسن البنا(د مصر جماعت اخوان المسلمین بنسټګر) او همدارنګه د ساموئل هانتینګتون موډرن فلسفي( د امریکې د سیاسي علمونو کارپوهه) فکر او نظریه چې د تمدن ترمنځه خلک جنګ او نښتې ته دعوت کوې، رد شوې.

د مصر د ولسمشر دینی مرستیال د قرآن کریم الهي سنت ته اشارې سره چې قرآن کریم هستي پوهنې، د نړۍ باطن او معنویات او ټولنیزه ستونزو ته اشاره کوې، وویل: دینی افراطی او منحرفه ډلې، د قرآن کریم ټول لرغونې سنتونه او علمونه پرېښود او له هغې نه منحرف شوې تر دې چې قرآن کریم د خپل خیال په مطابق د قتل، ویناوو او کردار سرچینه ګرځولي.

http://iqna.ir/fa/news/3618803


captcha