قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د World Bulletin خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا کانفرانس د استادانو او د رسنۍ ملګرو په شتون کې پیل شو او د مسلمانانو په اړه د غلط او نا عادلانه پروګرامونه په کې وڅېړلې شو.
دا چې «انګلیسې سیاستدانان باید د مسلمانانو خلاف د رسنو منفي موجونو سره مقابله وکړې او د هغې لپاره ضروري قوانین ترسره کړي) د دې لیور پول کانفرانس پيغام وو او دا چې د انګلیس مسلمانانو ټولنې په اړه د متعصب او منفي رسنو څېړنې وکړي.
د دې کانفرانس یو مهم کار دا وو چې په انګلیس کې د مسلمانانو د هغه ستونزو په حقله چې ورسره مخامخ دي د خبرېدو په اړه کار وکړي، او له سیاستدانانو غوښتنه وکړې چې د مسلمانانو ټولنې ستونزو حل کولو لپاره زیاتې هڅې وکړي.
همدارنګه له قانوني ادارو غوښتنه وشوه چې په رسنۍ کې د اسلام او د مسلمانانو منفي انځور وړاندې کولو په اړه اقدام وکړي.
د دې کانفرانس تقریر کوونکو چې له مختلفو دینونو او قومونو نه وو په ټولنیزه ویبپاڼو کې د منفي خبرونو په اړه هم خبرې وکړي.
د انګلیس نوې مسلمان شوې خبریال لورن پوث، او د هغه د خور خاوند د انګلیس تېر لومړۍ وزیر ټونی بلر چې په کال ۲۰۱۰ کې مسلمان شوې وو هم په دې کانفرانس کې د انګلیس رسنو د منفي او نا عادلانه خبرونه خپرولو په اړه خبرې وکړي.