IQNA

د قرآن کریم انګلیسې ژباړه د فلیپین کاتولیک استاد ته ډالی شوه + انځور

11:15 - July 26, 2017
د خبر لمبر: 3480600
نړیواله ډله: فلیپین کې د ایران کلتوری سازمان له اړخه د قرآن کریم په انګلیسې ژبه کې ژباړه چې ژباړنه یی طاهره صفا رزاده ده د دغه هیواد د سانتاتوماس پوهنتون کاتولیک استاد ته ډالي کړه.
محمد جعفري ملک د ایران کلتوری سازمان مشر په مانیل کې د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنې(ایکنا) سره په مرکه کې وویل: د کلتوری سازمان په اخیرنۍ کتنه کې چې له سانتاتوماس پوهنتون الهیاتو استاد ونګ بابادو سره ترسره شوه په دې کتنه کې د فلیپین کاتولیک کلیسا له اړخه د دینونو ترمنځه د ایران همکارۍ سره د خبرو اترو غونډې اتمه دوره پیل کولو په اړه خبرې اترې ترسره شوې چې په اخیره کې د دې موضوع په اړه کارونه ترسره کولو ذمه په غاړه واخیستله.
هغه زیاته کړه: په دې کې نور موضوعات لکه د فلیپین جنوب د افراطی ډلو په شتون کې د الهیاتو په اړه کانفرانسونه پيل کولو باندې څېړنې کېږي او زمونږ خیال دا وو چې د سانتاتوماس پوهنتون چې د فلیپین له معتبر پوهنتونونو نه دي او واتیکان سره تړون لرې، د الهیاتو پوهنتونی خبرو اترو دوه غونډې د ایران سازمانونو همکارۍ سره لکه د حوزه علمیه څېړنو مرکز سره پیل کړي.
جعفري ملک د سانتاتوماس نه الهیاتی ډلې ایران ته تلل او د څېړنو علمی مرکزونو نه لید په اړه خبرې هم په دې غونډه کې ترسره شوې، همدارنګه هغه بای بانو ته د قرآن کریم انګلیسې ژباړه ډالي کولو په اړه وویل: په دې کتنه کې ما د اسلام په نظر کې د حضرت مریم سلام الله علیها مقام او په قرآن کریم کې د حضرت مریم سلام الله علیها په نوم سوری په اړه خبرې وکړې، ما دا خبره نوره هم څرګندولو لپاره د طاهره صفا رازاده قرآن انګلیسې ژباړه فلیپیني غونډې ته ډالي کړه.
د ایران کلتوری سازمان مشر په اخیره کې هیله څرګنده کړه چې دې فلیپین د سانتاتوماس پوهنتون استاد سره لید یوه نتیجې ته ورسېدې او په راروان وخت کې دوه اړخیزه ښه اړیکې ولرو.
http://iqna.ir/fa/news/3622343

د قرآن کریم انګلیسې ژباړه د فلیپین کاتولیک استاد ته ډالی شوه + انځور

د قرآن کریم انګلیسې ژباړه د فلیپین کاتولیک استاد ته ډالی شوه + انځور
captcha