IQNA

د کابل په شیعه مېشته سیمې چاودنه کې په لسګونو کسان مړه او ژوبل

11:16 - July 26, 2017
د خبر لمبر: 3480601
نړیواله ډله: د کابل په شیعه مېشته سیمې چاودنه کې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوي
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د شفقنا نه په نقل، د افغانستان پولیس اعلان کړې: د یو موټر کار په چاودنه کې چې د افغانستان مرکزی ښار کابل کې ترسره شوي تقریباْ ۱۰ کسان مړه شوي دي.
د افغانستان د پولیس ویناوال نجیب دانش په دې اړه وویل: تراوسه مشخص شوې نه ده چې دا حمله په کوم هدف سره ترسره شوي.
دا چاودنه په داسې سیمه کې پېښه شوې چې زیات اوسېدونکې یی هزاره شیعه دي.
د رویترز خبرونو هم په دې اړه خپل راپور ورکړي: د پیر په ورځ د کابل ښار یو ځانمرګې چاودنه چې په موټر کې ترسره شوي تقریباْ ۱۲ کسان مړه او ۱۰ کسان ژوبل شوي.
رویتر د افغانستان د هیواد ویناوال وزارت نه په نقل سره راپور وړاندې کړې: په دې ځانمرګی برید کې چې په یو موټر کې ترسره شوي خپل ځان د افغانستان د پولیس مشر مرستیال محمد محقق کور سره چاود کړو.
د افغانستان تولو نیوز چینل هم د محمد محقق دفتر نه په نقل سره په دې اړه اعلان کړې: د مړو شمېر تر ۱۲ کسانو نه زیات دي.
تراوسه هیڅ یو کس یا ډلې د دې برید مسؤولیت په غاړه نه دې اخیستلې.
د فرانس خبرونو عربی برخه خپل راپور کې ویلې: د افغانستان د هیواد وزارت اعلان پر اساس د کابل شیعه مېشته سیمې چاودنه کې ۲۴ کسان مړه او ۴۲ کسان زخمی دي.
http://iqna.ir/fa/news/3622385
captcha