قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د بنګلادېش په اوکیا ښار کې چې د روهینګیا زیات مسلمانان چې د برما د افراطی بودائیانو او د دغه هیواد حکومت او ځواکونو د ظلم او زور زیاتی نه را تښتېدلې دی په دغه ښار کې مېشت دي.
د کوتوپالونګ کمپ د دغې سیمې دوه رسمي کمپونو نه یو کمپ دی چې د بنګلادېش د حکومت له اړخه اداره کېږي، دویم کمپ نایاپارا نوم لري او په دې دواړو کمپونو کې تقریباْ د روهینګیا ۳۰ زره کډوال مېشت دی.
دغه هغه لومړي ډلې دې چې لومړي ځل په کال ۱۹۹۲ کې د میانمار د حکومت ظلمونو نه را تښتېدلې وو.
بنګلادېش چې ستره آبادی لرونکې هیواد دي، له کال ۱۹۹۲ نه یی د روهینګیا مسلمانانو په بنګلادېش کې ثبت کول شورو کړې وو او دا کار تر اوسه ادامه لري، له دغه کډوالو ځنې کسان په غیر رسمي کمپونو کې مېشت دې ځنې د بنګلادېش ځنګلو ته تلې او یو شمېر د بنګلادېش د ځواکونو له اړخه نیولې شوې او بېرته لېږلې شوي.
د دې ترمنځه د روهینګیا هغه مسلمانان چې د بنګلادېش د حکومت په کمپونو کې مېشت دي او بهتر حالت لري د هڅې کوې چې د خپل کلتور او رسم او دینی اعمال د مخکې غوندې پیل کړي او ادامه ورته ورکړي.
د ماشومانو د قرآن کریم او عربي کلاسونه د کمپونو نه بهر د اسمان لاندې او کله کله په وړو کمرو کې پیل کېږي.
هغوي همدارنګه په ډېرو لږو امکاناتو سره او په دغه کمپونو کې خاورو او خټو سره ځان له جومات جوړ کړي او خپل عبادتی اعمال په دغه کې ترسره کوي.
د روهینګیا کډوالو مسلمانو شمېر تر اوسه بنګلادېش حکومت ۳۰ زره کسانو پورې ثبت کړي خو ولی بنګلادېشی چارواکي اټکل کوي چې له ۵۰۰ زرو نه زیات روهینګیا مسلمانان دغه هیواد کې شتون لري چې سختو شرایطو کې ژوند کوي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3638573