IQNA

د روهینګیا بحران په خلاف د دالایی لاما لومړي دریځ

20:59 - September 13, 2017
د خبر لمبر: 3480680
نړیواله ډله: د تبت بودائیانو لارښود دالایی لاما، د روهینګیا بحران په اړه لومړي ځل خبرې وکړي او تاکید یی وکړو: بودا به یقینا په میانمار بوادایی هیواد کې د تاوتریخوالی نه تښتېدونکو مسلمانانو سره مرسته کړې وه.
د روهینګیا بحران په خلاف د دالایی لاما لومړي دریځ

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تلګراف ورځپاڼې نه په نقل، د دالایی لاما د روهینګیا مسلمانانو خلاف د میانمار تاوتریخوالی په اړه وویل: هغه خلک چې د مسلمانانو ازار ته یی لاس ورکړي باید بودا را یاد کړي.

هغه وویل: بودا به یقینا د دې ځپلو مسلمانانو سره مرسته کړې وه، زه له دې مسئله په اړه د خفګان احساس کوم.

دالایی لاما همدارنګه له میانمار حکومت لارښود آنګ سان سوچي نه غوښتنه وکړه چې په میانمار کې د روان بحران پایی ته رسولو لپاره سوله ایزه حل پیدا کړي.

هغه وویل: زه له ستاسو او د میانمار له نورو لارښودو غواړم چې د ټولنې ټولو برخو ته توجه وکړي او هڅه کوې چې په ټول هیواد کې د ملګرتیا اړیکې رامنځته کړي.

په میانمار کې د نوې تاوتریخوالی دور شورو کېدو نه تر اوسه، له ۱۰۰۰ کسانو نه زیات مړه او تقریباْ ۳۰۰ زره کسان له هیواد نه بنګلادېش ته کډوال شوي.

http://iqna.ir/fa/news/3640611


captcha