IQNA

مسیحیان او لویدیځوال له اسرائیلو په ملاتړکې تیروتي دي

18:02 - November 19, 2017
د خبر لمبر: 3480792
سیاسي ډله: د انګلیکن کلیسا ستر پادری سټیفن سیزر په لندن کې د بالفور اعلامیې دخپریدا دسل کلنې کلیزې په مناسبت د :یوې پیړۍ بحران : نومې غونډې ې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، بالفور اعلامیې دفلسطنیانو په حقوقو سترګې پټې کړی دی او د څه ډپاسه اوه میلیون فلسطینیانو دکډوالیدو لامل شوې ده .
مسیحیان او لویدیځوال له اسرائیلو په ملاتړکې تیروتي دي
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، د انګلستان د انګلیکن کلیسا پادری وئیلی دی ، مسیحیانو او د لویدیځی هیوادونو ښاریزو په تیروتنې سره اعتقاد لری له اسرائیلو ملاتړ ، د مسیحیّت د تعلیماتو او په اساس او یوه دینی دنده ده .
زمونږخبریال راپور راکړ د انګلیکن کلیسا ستر پادری سټیفن سیزر په لندن کې د بالفور اعلامیې دخپریدا دسل کلنې کلیزې په مناسبت د :یوې پیړۍ بحران : نومې غونډې ې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، بالفور اعلامیې دفلسطنیانو په حقوقو سترګې پټې کړی دی او د څه ډپاسه اوه میلیون فلسطینیانو دکډوالیدو لامل شوې ده .
سیزر روښانه کړې ده ، له فلسطنیانو سره د اسرائیلو جنګ خورا حساسه دینی شخړه ممکنه کړې ده ، ځکه مسیحیان ،یهودیان او مسلمانان او دروزیان له یوه بل سره لاس اوګریوان شوی دی .
دبریتانیا دانګلیکن کلیسا ستر پادری داسرائیلو په تاسیس کې د دغه هیواد مهم رول ته په اشارې سره ووئیل ، دموجوده سندونو په اساس دبالفور اعلامیې مسوده درې ځله صهونیسټانو لیکلې ده څوبالاخره نهائی متن ئې تیار شو .
بالفور اعلامیه د ۱۹۱۷کال دنومبر په دوهمه نیټه د انګلستان د وخت خارجه وزیر آرتر جیمز بالفور په وسیله د دغه هیواد د پارلیمان غړی او صهونیسټی سیاستوال والټر روتشیلډ ته په خطاب کې لیکل شوې او په اساس ئې په فلسطینی ټاټوبی کې داسرائیلو غاصب رژیم راوپنځول شو .
parstoday.com

captcha