IQNA

د امام رضا سیاسي کړنلاره د اوسنۍ زمانې لپاره غوره بیلګه ده

18:21 - November 19, 2017
د خبر لمبر: 3480794
نړیواله ډله: د امام رضا علیه السلام مظلومیت له مدینې منورې څخه مرو ښار ته د هغوي له هجرت څخه پیل شو او د هغوي تر شهادته پورې یو نیم کال اوږد شو.
د امام رضا سیاسي کړنلاره د اوسنۍ زمانې لپاره غوره بیلګه ده
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د راډیو تهران نه په نقل، د ایران د شمال ختیځ په خراسانِ رضوي ولایت کښې د ولي فقیه استازي وویل: د نړۍ د مسلمانانو اتم معصوم امام یو لوړ سیاسي شخصیت و او په سیاسي چارو کښې د هغوي خوځښتي سټراټیجي د دښمنانو په وړاندې د شیعه مسلمانانو د اوسنیو شرایطو لپاره ډیر غوره سمبول دی.
د ایرنا د خبر له مخې آیت ا... احمد علم الهدی نن په مشهد کښې د امام رضا علیه السلام په پاک حرم کښې د هغه حضرت د شهادت د کلیزې د ویر په مراسمو کښې زیاته کړه: امام رضا علیه السلام د خپلې زمانې د واکمنانو په وړاندې ودرید او د هغې زمانې په ټولو سیاسي او ټولنیزو بدلونونو کښې د هغه حضرت طریقه د ننیو مسلمانانو لپاره یو مثال دی.
په خراسان رضوي ولایت کښې د ولي فقیه استازي څرګنده کړه: امام رضا علیه السلام د خپلې زمانې له ټولو سیاسي او اجتماعي یرغلونو سره مقابله وکړه او د مامون عباسي ټولې دسیسې یې شنډې کړې او له دین ضده کلتوري عناصرو سره به یې د مناظرې په میدان کښې مقابله کوله.
دوي همداشان وویل: د امام رضا علیه السلام مظلومیت له مدینې منورې څخه مرو ښار ته د هغوي له هجرت څخه پیل شو او د هغوي تر شهادته پورې یو نیم کال اوږد شو.
نن د صفرې د میاشتې دیرشمه نیټه د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت علي بن موسی الرضا علیه السلام د شهادت کلیزه ده چې په دې مناسبت مونږ هم خپلو ګرانو اوریدونکو او د رسول ا... مبارک د پاکې کورنۍ او اهلبیتو علیهم السلام ټولو مینه والو ته تسلیت او تعزیت وایو.
parstoday.com

captcha