IQNA

د آکلند د دینونو پوهنتون په موزه کښې د آسیا هنری آثار

11:31 - January 14, 2018
د خبر لمبر: 3480966
نړیواله ډله: د امریکا شمالی کارولینای ولایت د دینونو پوهنتون په موزه کښې «دینونه او مذهبونه» نندارتون د مختلفو آسیایي هیوادونو د دیني آثارو کوربه دي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د dailytarheel خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا نندارتون د اکلند په موزه کښې د آسیا هنری آثارو دریم ستر نندارتون دی چې د آسیا مختلفو دینونو سره تړون لرونکې بصري کلتور باندې څېړنه او پلټنه کوي.
وړاندني دوه نندارتون چې د «د آسیا په هنري آثارو کښې ځناور او بوټي» او «د آسیایي هیوادونو ښاریزه او سیاسي اصلی مرکزونه» موضوعاتو سره په دې موزه کښې پيل شوي .
دا نندارتون له دریم جنوري(۱۳ دی) نه خپل کار شورو کړي او تر ۱۳ می (۲۳ اردیبهشت) پورې ادامه لري.
د آکلند موزی د اړیکو مشر اودری شور (Audrey Shore)، په دې اړه وویل: آثارو باندې لیکلې شوې تفصیل، د آسیا د مختلفو دینونو هنری او خوراکي رواجونو انعکاس دي.
هغه زیاته کړه: په دې آثارو باندې تفصیل لیکلو طریقه ډېره ښکلې او حیران کوونکې ده.
http://iqna.ir/fa/news/3681157
captcha