IQNA

د میانمار حکومتي چارواکې خبر ورکړې؛

د روهینګیا کډوال مسلمانانو لپاره د ۳۰ زره کسانو کمپ جوړېږي

7:51 - January 16, 2018
د خبر لمبر: 3480973
نړیواله ډله: د میانمار حکومتی چارواکی د روهنیګیا کډوالو مسلمانانو لپاره د ۳۰ زره کسانو ځای لرونکې کمپ جوړولو خبر ورکړي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د القدس العربی ورځپاڼې نه په نقل، د میانمار او د بنګلادېش ترمنځه د توافق نه ورستو د روهنیګیا کډوالو مسلمانان به خپل هیواد ته له د دې کال د بهمن میاشتې دویم تاریخ نه را ستنېدل شورو کړې.
د میانمار د نوې استوګنې او د ټولنیزه چارو وزیر وین میات آی په دې اړه وویل: د هلابوخاونګ کمپ چې د ۳۰ زره کسانو د استوګنې ځای لري د جوړېدو په اخیرني مرحله کښې دې، دا ځای د روهنیګیا کډوالو استقبال لپاره چې میانمار ته د را تللو لپاره یی نومونه لیکې جوړېږي.
هغه زیاته کړه: د بنګلادېش او د میانمار مختلفه کاري ډلې اوس هم د بنګلادېش نه د کډوالو را تللو په اړه هڅې کوي او د کډوالو را ستنېدل به د اپرېل له لومړي اونۍ شورو کېږي.
که څه هم د بشري حقوقو سازمان او د ملګرې ملتونو سازمان د دې میاشتې په شورو کښې تاکید کړې وو چې د کډوالو را ستنېدو کښې د هغوي ته اختیار ورکړې شي او چې کوم راځې هغوي دې خپلو کورونو ته امنیت سره ستانه شي.
د روهنیګیا ۶۵۵ زره مسلمانان د افراطی بودائیان او د امنیتي ځواکونو له بریدونو نه د میانمار په شمال کښې د راخین ولایت نه بنګلادېش ته تښتېدلې وو او اوس د بنګلادېش او د میانمار په پوله باندې سختو حالاتو کښې ژوند کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3682211
captcha