IQNA

د ملګرې ملتونو سازمان له اړخه د سری لانکا مسلمانانو خلاف د تاوتریخوالی محکومیت

23:52 - March 16, 2018
د خبر لمبر: 3481107
نړیواله ډله: د ملګرې متلونو سازمان د مسلمانانو خلاف د سری لانکا په کندی ښار کښې د بریدونو او تاوتریخوالی او جوماتونو او د کار ځایونو ته اور لږولو چې په لسږونو کسان په کې ټپیان او دو کسان مړه شوې، محکوم کړي.
د ایکنا راپور له مخې، الجزیره خبرو ویبپاڼې نه په نقل، ملګرې ملتونو سازمان په بیانیه کښې اعلان کړي چې د دې سازمان د ستر مشر مرستیال جعفري فلتمن سری لانکا ته په خپل سفر کښې د مسلمانانو خلاف چې کوم بریدونه او د قانون ماتولو او د هغوي ته تاوان ورکول، محکوم کړل.
فلتمن همدارنګه د سری لانکا حکومت نه غوښتنه وکړه چې په دې تاوتریخوالی او بریدونو کښې لاس لرونکې کسان، محاکمه کړي.
د ملګرې ملتونو سازمان مرستیال په دغه سیمه کښې د مسلمانانو مشرانو سره په کتنه کښې چې د یووالي اعلان پیل شوه، د حکومت له اړه په ژمنې باندې عمل کولو چې په دې پېښو او د مسلمانانو خلاف نفرت خپرولو کښې لاس لرونکې زر تر زره عدالت ته وړاندې کولو او د دارنګه پېښو بیا ترسره کېدو مخنیوی لپاره یی د ضروري اقداماتو غوښتنه وکړه.
د مسلمانانو خلاف دغه بریدونه له تېرې اونۍ په کندي ښار کښې پیل شوې وې، په دغه بریدونو کښې د یو بودایی کس مړینې نه ورستو د بودایی سینهالی ډلې په کشمکشی سړک باندې په مسلمانانو برید وکړو او په دغه برید کښې کم نه کم دوه کسان مړه کړل او د مسلمانانو کورونو، بازارونو او جوماتونو ته یی اور ورته کړو.
په دې بریدونو کښې په لسګونو کسان ژوبل شول او حکومت دغه حالات کنټرول کولو لپاره د بېړني حالاتو اعلان باندې مجبور شو خو ولی مسلمانان وایئ چې دا بریدونه تراوسه ادامه لري.
د پولیسو اقدامات کولو سره او د ځنې تاوتریخوالی خپرووونکو نیولو سره د دغه هیواد د خلکو ترمنځه د امنیت په اړه وېره تر څه حده کمه شوې خو ولی له دې نه ورستو هم د داخلي نښتې وېره شتون لري.
http://iqna.ir/fa/news/3699065
captcha