IQNA

په لندن کې دشیخ ابراهیم الزکزکی دخوشی کیدا په خاطر ستره مظاهره وشوه

16:06 - September 09, 2018
د خبر لمبر: 3481504
نړیواله ډله: شیخ ابراهیم الزکزکی او دهغه ماندینه د ۲۰۱۵کال ددسمبر په دیرشمه نیټه د دغه هیواد دشمال په کادونا صوبې کې په زاریا ښار کې په یوې امامباړې د پوځیانو په وحشیانه حملې کې نیول شوی ، چې دغې څاروی ډوله حملې کې دشیخ الزکزکی د درو زامنو پشمول په سلګونو مسلمانان هم وژل شوی وو .

د ایکنا راپور له مخې، ایرنا خبری اژانس راپورورکړ، دانګلستان په لندن کې د بشری حقوقو په سلګونو فعالانو اومسلمانانو  دنیجریه  دسفارت په وړاندې په غونډیدو سره  د دغه  هیواد د اسلامی غورځنګ دمشر شیخ ابراهیم الزکزکی او دهغه دماندینې  دخوشی کیدا غوښتنه وکړه .

  راپور ښئ  مظاهره چیانو  داعتراضی  پلې کارډونو په اوچتولو سره  د نیجریه د اهل تشیَع  به ضد د دغه هیواد دپوځ   په وسیله    شوی جنایتونه محکوم کړل او  د شیخ الزکزکی سملاسی  خوشی کیدا غوښتنه ئې کوله .

شیخ  ابراهیم الزکزکی  او دهغه ماندینه  د ۲۰۱۵کال  ددسمبر په دیرشمه نیټه   د دغه هیواد  دشمال په  کادونا  صوبې کې  په زاریا ښار کې  په یوې امامباړې د  پوځیانو په وحشیانه حملې کې  نیول شوی ، چې دغې  څاروی ډوله حملې کې دشیخ الزکزکی د درو زامنو پشمول  په سلګونو مسلمانان هم وژل شوی وو .

http://parstoday.com/ps/news/world-i76306

captcha