IQNA

د امام حسین علیه سلام په پاڅون کې د قران ځلا (نهمه برخه )

14:37 - September 17, 2018
د خبر لمبر: 3481519
نړیواله ډله: امام حسین علیه سلام خپل ځواکونه چڼ کړی او له ځان سره داسې انسانان ملګری کړی وو چی ټولې خوبیانې ، زړه ورتیا او تقوا پکې راغونډه شوی وه او پخپله یې د هغو په ستاینه کې وفرمایل ، په خدای قسم هغو مې له ځانه لیری کړل او و مو ازمویل خو هغو مو پیاوړی غونډۍ ، نفوذ نه منونکی غرونه او مرګ ته لیواله ولیدل .

په ۶۰ هجری قمر ی کال کې امام حسین علیه سلام په داسې موقعیت کې راغلو چی د کفر او نفاق ماتونکیو څپو د نور او هدایت په سرچینو ، اسلام او قران حمله وکړه او په هغویې د  درندو ګوزارونو نیت درلود . په دوی کې داسې کسان وو چی دغه الهی کتاب ورته تعلیم شوی او هغه یې شپه ورځ په هر فرصت کی لوسته او پکې ډیرو کسانو حفظ کړې وو .که څه هم قران کریم الهی معجزه ده او د دغه الهی کتاب اصل نه فنا کیدونکې دې ، خو د ناشایسته واکوالانو په شتون سره د هغه د حقایقو او د انسانانو د ذهن او فکر ترمینځ واټنونه رامینځته شوی او د انسانانو په ژوند کې د دغه نور د ځلیدا د خنډ ډیر عوامل رامینځته کیږی . امام حسین (ع )د اصلاح د بیرغ په پورته کولو سره د توحید کشتۍ په حرکت کې راوسته او  له پراخو توپانونو او تورتمونود هغه د ژغورولو لپاره یې خپل او د خپلو ملګرو ژوند ډګر ته راوړه .

اوس  په کربلا کی له خداوند متعال سره د هغه عاشقانه نجواګانې او دقران کریم د ایتونو تلاوت د دردونو مرهم او د هغو شیبو بهترین همنشین شوی دې .

د خدای تعالی حمد او ستایش کوم په بهترینه ثنا او ستایش او په خوشحالی او ناخوښی کې د هغه ثنا او شکر کوم .بار الها زه تا ستایم چی مونږه دې د خپل نیکه  پیغمبر اسلام په نبوت سره محترم وګرځولواو مونږ ته دې  د قران تعلیم راکړ او په دین کې دې پوهه عطا کړه او مونږ ته دې غوږونه ، سترګې او زړه راکړ پس مونږه له شاکرانو وګرځوه .

امام حسین علیه سلام  په ګرفتاری او بلا کې په خپلو زړه راښلونکیو ویناو سره  د خپل پاڅون او لارې په سم والی خپل ارامښت او ډاډ ښود او د قران کریم د حقایقو په بیانولو سره یې زړونه ارامه او ډاډمنول . د توحید د لښکر له ځانه تیر عاشقان د امام علیه سلام ګیر چاپیره راغونډ شول او شپه یې له قران او د کربلا له شهیدانو سره د مینې په محفل تیره کړه چی د مقاومت ، د جګړې هوډ او اراده  یې زیاتوله . راوی وایی هغه شپه له حسینی خیمو د مچیود کندو په شان تر سهاره د قران کریم د تلاوت او مناجاتو غږونه اوردیدل کیدل .

امام حسین علیه سلام خپل ځواکونه چڼ کړی او له ځان سره داسې انسانان ملګری کړی وو چی ټولې خوبیانې ، زړه ورتیا او تقوا پکې راغونډه شوی وه او پخپله یې د هغو په ستاینه کې وفرمایل ، په خدای قسم  هغو مې له ځانه لیری کړل او و مو ازمویل خو هغو مو پیاوړی غونډۍ ، نفوذ نه منونکی غرونه او مرګ ته لیواله ولیدل .

کله چی د کربلا کاروان د بنی مقاتل قصر ته ورسید  نو امام حسین علیه سلام متوجه شو چی  هلته د کوفې یوه مشهور کس عبید ا... بن حر جعفی خیمه لګولی ده ، هغه په لور یې استازې ولیږه او له هغه یې وغوښتل چی د حق له سپایانو سره یو ځای شی  او بیا پخپله د هغه د بلنې لپاره ورغلو . عبید ا... بن حر وویل  ای د خدای د رسول بچیه په خدای قسم که کوفه کی داسې کسان وای چی د تاسو ملګرتیا وکړی او د تاسو په څنګ کې وجنګیږی ، نو زه به د تاسو د دښمنانو په وړاندی تر ټولو مقاوم وم خو ما په کوفه کی ولیدل چی د تاسو د پیروی مدعیان د بنی امیه او د هغو د تورو له ویرې خپلو کورونو ته لاړ دی ، تا سو ته دې خدای قسم وی چی له ما دا غوښتنه مه کوو ، زه چی هر څومره وکولی شم له مالی مرستو به له تاسو ډډه ونکړم ، دا تیز اس او خپله توره چی  دواړه ډیر ممتاز دی ، تاسو ته وړاندی کوم ، نو امام علیه سلام ورته وفرمایل ، مونږه د تاسو د اس او تورې په نیت نه یو راغلی ، مونږه له تا مرسته غوښتلو ته راغلی یو ، که زمونږ په لاره کی د خپل ځان له ورکولو ډډه کوی نو د تا مال ته هیڅ اړتیا نلرو . بیا امام حسین علیه سلام د کهف سوری ۵۱ ایت تلاوت کړ ،

 وَ مَا کنْتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّينَ عَضُداً

او زه هغه نه یم چی ګمراه کونکی خپل مدګار وګرځوم .

په دې ډول امام علیه سلام ورزده کړل چی په توحیدی خوځښتونو کې امین او له ځانه تیر کسان ضروری دی او ډارن او کمزوری کسان هیڅکله د الهی ارزښتونو ساتونکی نشی کیدلې .

هغه حضرت همداراز د قران کریم د ایتونو په تلاوت سره  خپلې شیبې  نورانی کولې او فرمایل یې ،

إِنَّ وَلِيِّيَ اللَّهُ الَّذِي نَزَّلَ الْكِتَابَ ۖ وَهُوَ يَتَوَلَّى الصَّالِحِينَ ( سوره اعراف ایت ۱۹۶ )

زما ولی او سرپرست  هغه خدای دې چی دا کتاب یې نازل کړی او هغه د ټولو صالحانو او شایستګانو سرپرستی کوی .

http://parstoday.com/ps/news/world-i76541

captcha