زمونږخبریال راپورراکړ دلبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصر ا.... بیګا په هغې وینا کې چې د لبنان د بیروت په جنوبی سیمو کې د لکونو حسینی عزادارو لپاره په ویډیوئی کنفرانس کې خپرې شوی ، ووئیل ، صهونیسټان پوهیږی، چې د مقاومت چورلیز لازیات قدرتمند اوپیاوړی شوی دی او نوی هیوادونه او ملتونه له صهونیستی دښمن سره دمبارزې له لړۍ سره یو ځای شوی دی.
د لبنا ن دحزب ا...ولسی غورځنګ عمومی منشی په یمن کې د آل سعود رژیم جنایتونو او دد غه هیواد دخلکو مظلومیّت ته په اشارې سره ، پر درستو مسلمانو اوعربی هیوادونو غږ کړی ، چې د یمن د مظلوم ولس په ضد دسعودی عربستان دتیریو په وړاندې دې چپتیا نه کوی .
هغه همدرااز دایران له ملت او حکومت سره خپل پیوستون اعلان کړ او وې وئیل ، ایران کلابند او بندیزوه پرې لګول کیږی، ، ځکه چې اسلام ته پابند دی او نه غواړی، د امریکا سرزوریو ته تسلیم شی څو دهغوی شتمنۍ او سرچینې لوت او چورتالان شی .
حسن نصر ا... په دوام کې ووئیل ، ایران تل د نړۍ د مستضعفوملتونو ،دلبنان د ولس او دغه راز د فلسطین د ملت ترڅنګ دریدلی او لومړنۍ هیواد ؤ چې کله داعشی تکفیریانو عراق ونیوۀ، نو دعراقیانو چغې ته ئې لبیک وئیلی او د سورئې دبحران له هماغه پیله هم د دغه هیواد د ولس اوحکومت تر څنګ ولاړ دی او له ترهه ګرۍ سره ئې مبارزه کړې ده .
دحزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشی ووئیل ، اسرائیل په سیمې کې له جنګ په تیره بیا له لبنان سره له هر ډول ښکلیدا ویره لری ، ځکه چې د صهونیستی دښةن کمزوری ټکی زیات شوی او دغه رژیم ښه پوهیږی ، هر ډول جنګ به دهغو لپاره ډیرې خطرناکې پایلې ولری .