IQNA

هندي پولیسو په کشمیر کښې پر حسیني ماتمیانو حمله وکړه

22:26 - September 21, 2018
د خبر لمبر: 3481528
نړیواله ډله: د هندوستان پولیسو د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د حسني عزادارانو د خورولو لپاره پر هغوي اوښلن ګیس وپاشه.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ پښتو برخې نه په نقل، د ایسوشیئیټډ پریس د خبر له مخې په داسې حال کښې چې د کشمیر سلګونه خلکو د حسیني تاسوعا په ورځ د سید الشهداء او د هغوي د باوفا ملګرو د یاد په لمانځلو سره عزادارۍ کوله د هند امنیتي ځواکونو پرې په حمله سره یوشمیر ونیول.
د ویلو ده چې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې نن د محرم الحرام لسمه یعنې د حسیني عاشورا ورځ ده خو د هند او پاکستان په شمول د نړۍ په ځینو هیوادونو کښې نن د محرم نهمه ده چې د حسیني تاسوعا مراسم پکښې ترسره کیږي.
په پاکستان کښې د محرم الحرام د میاشتې په تیره بیا د تاسوعا او عاشورا د ورځو د عزادارۍ د مراسمو لپاره ځانګړې امنیتي تابیاوې غوره شوې دي.
http://parstoday.com/ps/news/world-i76621
captcha