د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ پښتو برخې نه په نقل، د افغانستان د کندهار پر لويه لاره د فراه ولايت په مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د والي وياند ناصر مهري نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ترافيکي پېښه نن سهار په پنځو بجو د بکواه ولسوالۍ د پوزک په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، له هرات څخه کابل ته روان يو موټر له مخامخ راتلوونکي ټېلر سره ټکر کړى چې له امله يې ١٥ تنه مړه شوي او ٣٥ نور ټپيان دي.
د مهري په وينا، ټپيان د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي، خو د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د کابل- کندهار او کندهار -هرات پر لويه لار ترافيکي پېښې زياتې شوې، چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i76638