IQNA

طالبانو په مالستان او جاغوری بریدونو ته دوام ورکړی

0:12 - November 15, 2018
د خبر لمبر: 3481666
نړیواله ډله: ایرنا خبری اژانس وایی دافغانستان په ختیځ کښې په غزنی ولایت کښې ځایی سرچینو په جاغوری ولسوالۍ د طالبانو ډلې د حملې د دوام خبر ورکړ .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د جاغوری ولسوالۍ ځایی سرچینو وویل طالبانو نن یوځل بیا ددغه ولسوالۍ په یوشمیر سیمو حملې وکړې او د پولیسو ، ملکیانو او د طالبانو ترمینځ جنګ روان دی .
دغه راپور وایی دافغانستان غزنی ولایت ته د پو ځ نویو استول شویو عسکرو تراوسه په طالبانو ډلې دبرید حکم نه دی ترلاسه کړی .
د افغانستان په غزنی ولایت کښې د جاغوری او مالستان هزاره میشته ولسوالیانې له تیرو څو ورځو راهسې د طالبانو له ډلې له سختو حملو سره مخ دی .
طالبانو د افغانستان د غزنی ولایت د جاغوری او د مالستان ولسوالیو ډیر بې ګناه خلک وژلی او ژوبل کړی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78143
بچوې: ایکنا
captcha