IQNA

د حضرت بي بي زینب (سلام الله علیها) د نیکمرغه زوکړې کلیزه مو مبارک شه

0:02 - January 13, 2019
د خبر لمبر: 3481862
نړیواله ډله: مونږ د ایکنا(قرآنی خبرونو خپروونکې نړیواله ټولنه) د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او ټولو پتمنو انسانانو ته د حضرت زینب کبری(س) د ولادت د کلیزې مبارکي وایو.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، نن د ۱۴۴۰ قمري کال د جمادي الاول د میاشتې پنځمه نیټه د حضرت زینب کبری(س) د ولادت کلیزه ده چی په دې مناسبت دایران ، سوریې ، عراق ، پاکستان او لبنان په شمول ځینو نورو هیوادونو کې هم د حضرت بی بی زینب (س) د نیکمرغه زوکړې جشنونه ترسره شول . په ایران کې دا ورځ د نرس ورځې په توګه نومول شوی ده . 
حضرت بي بي زینب(س) په ټولو زمانو کښې د ټولو پتمنو او له ظلم سره مقابله کونکو ښځو او سړیو لپاره د یو مثال او سمبول په توګه مطرح ده.
دغې قدرمنې بي بي د خپل ورور حضرت امام حسین علیه السلام ترڅنګ له هغه کږلاري او متحجر بهیر سره مبارزه کوله چې د اسلام د دفاع په نوم یې د کربلا په شان ستره غمیزه رامینځته کړه.
بي بي زینب یوازې په پرون، نن یا سبا پورې اړونده میرمن نه ده ځکه چې انساني کرامت، د خدای بندګي، عدل او انصاف غوښتنه او شرافت او پتمني داسې ارزښتونه دي چې په یو خاص پړاؤ یا کومې ځانګړې ټولنې پورې محدود نه دي.
د رسول ا...(ص) دغې پاکې لمسۍ او د حضرت علي او حضرت فاطمه علیهماالسلام قدرمنې لور، د خپل ورور امام حسین علیه السلام له شهادت وروسته د نړۍ د مسلمانانو د څلورم معصوم امام، حضرت سجاد علیه السلام د ژوند د ساتنې دنده په غاړه واخیستله او په همدې وجه په ډیرو سختو حالاتو کښې د جنایتکارانو او ظالمانو په وړاندې ودریدله او له هغه حضرت سره اوږه په اوږه یې په خپلو سختو ویناؤ سره د اسلام دښمنان رسوا کړل.
مونږ د ایکنا(قرآنی خبرونو خپروونکې نړیواله ټولنه) د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او ټولو پتمنو انسانانو ته د حضرت زینب کبری(س) د ولادت د کلیزې مبارکي وایو.

captcha