IQNA

د کابل په لویدیدځ کې چاودنه وشوه

12:13 - March 16, 2019
د خبر لمبر: 3482025
نړیواله ډله - د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د درېمې امنیتي حوزې اړوند د کوټه سنګي په چوک کې د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، له کابله زمونږ خبریال راپور راکوی  د افغانستان  دکورنیو چارو وزارت وايي چې د چسپکي ماین  په چاودنه کې یو کس وژل شوی او بل یو ژوبل شوی دی.

ویل کیږي چې پيښه د کابل د دریمې حوزې اړوند د کوټه سنګي په سیمه کې په کرولا ډوله موټر باندې شوې او یاده مرګ ژوبله يې اړولې ده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د درېمې امنیتي حوزې اړوند د کوټه سنګي په چوک کې د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي خبریالانو  وویل چې دغه پېښه نن سهار رامنځته شوې ده، چې زیاته مرګ ژوبله نلري.

د نوموړي په خبره، ماین په یو شخصي کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوی و او یاده مرګ ژوبله رامنځ ته شوې

تراوسه پوري ددې پیښي په هکله نورڅه نه دي ویل شوي.

دا لومړی ځل نه دی چې کابل ښار کې دا ډول چاودنې رامنځ ته کیږي تردې وړاندې هم ددې ښار په یوه شمېر ساحو کې ورته پیښي رامنځ ته شوې او تلفات  یي هم  درلودل.

http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i80940

 

captcha