IQNA

په افغانستان کې دوه تنه امریکایی سرتیري جمعې په ورځ وژل شوی

13:25 - March 22, 2019
د خبر لمبر: 3482037
نړیواله ډله: په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت وايي، دوه امریکايي سرتیري یې د جمعې په ورځ د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
د ایکنا راپور له مخې، د آوا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، نن سهار د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې په‌دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي او د وژل شویو سرتېرو د نومونو یادونه هم نه‌ده شوې.
سره له دې چې افغان طالبانو له امریکايي چارواکو سره د سولې خبرې پیل کړي، خو په افغانستان کې دننه تاوتریخوالی دوام لري.
د دواړو لورو ترمنځ څو ورځې مخکې د سولې وروستۍ پړاو خبرې د کوم توافق پرته پای ته ورسېدې، خو دواړو لورو وویل چې پرمختګونه په‌کې شوي دي.
په افغانستان کې د دې دوو امریکايي سرتېرو په وژل کېدو د ۲۰۱۹ میلادي کال په تېرو څو میاشتو کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۴ تنو ته ورسېده او د ۲۰۱۵ میلادي کال راهېسې په افغانستان کې د وژل شویو سرتېرو شمېر له دې سره ۶۵ کسانو ته رسیدلی دی.
د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت تر مشرۍ لاندې دا مهال افغانستان کې ۱۷۰۰۰ بهرني سرتیري میشت دي چې تر نیمايي زیات یې امریکایان دي.
https://www.avapress.com/ps/news/181893/
captcha