IQNA

د افغانستان ولسمشر د نوروز په مناسبت مبارکی ورکړه

13:52 - March 22, 2019
د خبر لمبر: 3482043
نړیواله ډله: په ټول افغانستان کښې خلک نن نوروز اختر په بیلابیلو دودونو او رودو سره ترسره کوي .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د افغانستان ولسمشر اشرف غنی نن دبلخ ولایت په مرکز مزارشریف کښې د نوروز اختر د جشن په مراسمو کښې دنوروز د حوزې غړو هیوادونو ته ددغه ورځې په مناسبت مبارکی وویله .
هغه زیاته کړه نوروز  د ایران  د افغانستان د تاجیکستان د ازبکستان د قیرغیزستان د ترکمنستان په شمول  دسیمې او دنړۍ د هیوادونو ګډ جشن دی چې جغرافیایی سرحدونه یې له مینځه وړی دی .
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی بیګا  دولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د نوروز د حوزې دهیوادونو د سفیرانو په میلمستیا سره هغوې ته د دغه نیکمرغه اختر په مناسبت مبارکی وویله .
د افغانستان د بلخ ولایت مرکز مزارشریف نن دنوروز د نړیوال جشن د ترسره کولو لپاره  د افغانستان دبیلابیلو سیمو  او د مرکزی اسیا د هیوادونو د سلګونو زرو خلکو د شتون کتونکی دی .
په ټول افغانستان کښې  خلک نن  نوروز اختر په بیلابیلو دودونو او رودو سره ترسره کوی .
د ملګروملتونو عمومی ټولنې هم د۲۰۱۰ میلادی کال د فرورۍ د میاشتې په ۲۳ نیټه د یوه(۱) پریکړه لیک په تصویبولوسره د مارچ دمیاشتې ۲۱ نیټه د ملګروملتونو د منشور د ۴۹ مادې په چوکاټ او د سولې د کلتور په نوم سره دنوروز د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i81041
captcha