IQNA

د سینیګال هیواد مسالک جومات ‌ډیر ښکلی دی

تهران(ایکنا)- د افریقا د لوې وچې یو پرتم لرونکی جومات مسالک الجنان(د جنت لاره) د سینیګال هیواد په پلازمینې ډاکار کښې دی.

دغه جومات نهه ګونبسې لرې، د باندې برخه
یې په سنګ مرمرو سره جوړه ده او دغه جومات پینځه مینارې لري چې ۷۸ ميټره لوړې دي. د دغه جومات دننه د لس زره لمونځ کوونکو او په خارجي انګڼ کښې د شل زره کسانو د کیناستلو ظرفیت شته.
د لویدیځې افریقا د مسلمانانو د دغه ستر عبادت ځای د جوړولو کار له اوو کلونو وروسته او د څلویښت میلیونه یورو له مصرف کیدا وروسته يه ۲۰۱۹ میلادي کال کښې پاې ته ورسید او د خلکو د عبادت کولو لپاره پرانیستل شو.