IQNA

قرآنی سورې / 10

یونس سوره د انکارکوونکو لپاره د قران ستر چیلنج دی

15:24 - June 12, 2022
د خبر لمبر: 3485877
تهران(ایکنا)- د پیغمبرانو قیصې په تیره بیا له دین څخه انکار کوونکو کسانو سره د پیغمبرانو مخامخ کیدل

 د قران د ایتونو یوه برخه جوړوي؛ د قران کریم یونس سوره دغه کسان په تیره د قران منکران سخت چیلنج ته وربولي!
ایکنا خبري اژانس راپور ورکړ د قران کریم ډیرې سورې د الهي پیغمبرانو په نوم نومول شوي دي چې لومړۍ پکښې یونس سوره ده.
په قران کښې څلور ځله د حضرت یونس نوم بیان شوی دی.
یونس سوره د قران مجید لسمه سوره ده چې په لسم جز کښې راغلي ده.
یونس سوره چې یوه مکي سوره ده،۱۰۹ ایتونه لري او د نازلیدا له ترتیب سره سم د قران یوپنځوسمه سوره ده چې د اسلام په پیغمبر حضرت محمد(ض) نازله شوي ده.
د دغه سورې د نومولو دلیل د حضرت یونس علیه السلام د قیصې او له الهي عذاب څخه د حضرت یونس علیه السلام د قوم د ژغورلو د پیښې بیانول دي.
د حضرت یونس په قیصه کښې راغلي دي چې هغه حضرت د هدایت لپاره خپل قوم ته ورغی خو دې له خپل قوم څخه وتښتیده اوپه یوې کشتۍ کښې سپور شو.
یوه غټ کب یونس علیه السلام روغ تیر کړ.
هغه بیا وژغورل شو او یوځل بیا خپل قوم ته واستول شو او خلکو په هغه ایمان راوړه.
په یونس سورې کښې د حضرت یونس علیه السلام په قیصې سربیره د د نورو پیغمبرانو پیښو ته هم اشاره شوي ده لکه د حضرت نوح علیه السلام قیصې، د کشتۍ جوړولو،او په طوفان کښې دحضرت نوح علیه السلام د قوم ښکیلیدا ؛دغه راز د حضرت موسی علیه السلام قیصې او فرعون ته بلنې،له جادوګرانو سره ټکر او له سمندر څخه تیریدا او په سمندر کښې د فرعونیانو ډوبیدا ته اشاره شوي ده.
په دې سربیره له مشرکانو سره په مخامخ کیدا کښې د پیغمبرانو سختیانو ته هم اشاره شوي ده.
مشرکانو په تیره بیا قران کریم تر پوښتنې لاندې وروست،له دې کبله قران هغوې ته چیلنج ورکوي چې د پیغمبر د معجزو په شان یوه معجزه وکړي.
د یونس سورې هدف د توحید په مسلې باندې ټینګار دی.
د یونس سوره د ځینو مفسرانو په وینا کله چې مشرکینو د پیغمبر د وحي او د معجزو له موضوع انکار وکړ او قران یې جادو او سحر وباله نو دغه سوره نازله شوي ده.
په یونس سورې کښې د خدای پاک د قدرت د نښو نښانو،د خدای ، د وحي ،نبوت د وجود د اثبات د دلایلو او د پیغمبرانو د بعثت په شمول مسائیل بیان شوي دي.
د قران کریم د یونس سورې یو شمیر ایتونه هم د بت پرستانو د زیل او د سرزوریو خبره کوي او هغوې خپل حقیقي ذات ته وربولي.
په دغه سورې کښې دغه کسان د داسې کسانو په توګه یادیږي چې د مشکلاتو په وخت واحد خدای یادوي.

تړلې خبرونه
captcha