IQNA

محمود شحات د قران کریم د حافظانو په مراسمو کښې ګډون وکړ

14:43 - June 13, 2022
د خبر لمبر: 3485881
تهران(ایکنا)ـ د «سرلشکر عادل حسانین» د سیالۍ د قران د مشهورو حافظانو د درنښت مراسم د مصر د مشهور او د ځوان قاري محمود شحات محمد انور په ګډون سره د دغه هیواد په شرقیه ولایت کښې ترسره شول.

ایکنا خبري اژانس د الشروق نیوز په قول ویلي دي په دغو مراسمو کښې په مذهبي چارو کښې د مصر د ولسمشر سلاکار اسامه الازهري هم ګډون درلود او دغه دستورې د مصر شرقیه ولایت ته په اړونده الحسینیه مرکز کښې وشوې.

په دیني چارو کښې د مصر د ولسمشر سلاکار اسامه الازهري او د قران کریم مشهور قاري محمود شحات محمد انور په خپلو ویناګانو کښې د قران کریم په دغو سیالیو کښې د ګډون کونکو سویه او د قران کریم په تلاوت او حفظ کښې د هغوې وسونه وستایل او بره مقام لرونکو کسانو ته یې مبارکي ورکړه.

د الازهر د قران د  علومو معلم احمد النجار د سرلشکر عادل حسانین د قران د حفظ  په سیالیو باندې څارنه کوله او په دغو دستورو کښې د قران کریم حافظانو ته ډالې ورکړل شوي او عسکونه هم واخیستل شول.

https://iqna.ir/fa/news/4063936

captcha