IQNA

د اکسفورډ د قراني مطالعاتو د راهنما کتاب تفسیر ته ځانګړی پام لري

15:01 - June 13, 2022
د خبر لمبر: 3485883
ایکنا خبري اژانس وايي د اکسفورډ د قراني مطالعاتو د راهنما کتاب (The Oxford Handbook of Qur'anic Studies))

د هغو کسانو لپاره یوه ضروري مرجع او د پیل ټکی دی چې د اسلام پیژندنې له مطالعاتو سره کار لري.

له قران سره د پوهنتون دلچسپۍ نه یوازې په دې زمینه کښې د اغیز شیندونکو موضوګانو په هکله دقیق غور وړاندې کوي بلکې د دغه حوزې د څیړنې په برخه کښې د بدلونونو یو کلي ورایښت هم وړاندې کوي.

دغه کتاب ، سنت، تفسیر او هرمنوټیک قران څیړي چې  هغه یې د قران د مطالعې لپاره په یوې جامعې علمي سرچینې بدل کړی دی.

حاضردمه داسي کوم کتاب چې د دغه څانګې پراخ  اکاډمیک غور ته بیل وي نشته.

ډیوین جی سټیوارډ(Devin J. Stewart)) د سکاټ لینډ هیواد د ایډنبورګ پوهنتون د قراني مطالعاتو ((Journal of Qur'anic Studies) په مجلې کښې په یوې مقالې کښې په دغه کتاب غور کړی دی چې ځینې برخې یې درته وړاندې کوو.

په پراخو موضوعګانو سره ارزښمن کتاب:-

د اکسفورډ د قران د راهنما کتاب یو ستر کتاب دی چې د کمبریج د قران د راهنما د کتاب او د بلیک ویل د قران د راهنما د کتاب په شان په ورته موضوع کښې له نورو  کتابونو څخه ډیر پراخ دی .

دغه کتاب اوه پنځوس بابونه لري چې په اتو برخو کښې په لاندې ډول وړاندی شوی دی:

د قراني مطالعاتو حالت ، د قران تاریخي موقعیت ، د متن انتقال ، خطي نسخې ، چاپي نسخې او کتیبې ، د قران جوړښتي او ادبي اړخونه ، د قران کریم موضوعات او مضامین ، د قران د نازلیدا زمینه ، ترجمه او کلتور؛ د قران تفسیر، دانش او د اولیه، کلاسیک او د نوي  تفسیر ادبیات ؛ د قران تفسیر ، قالبونه او هرمنوټیک.

تفسیر ته د اکسفورډ د قراني مطالعاتو د راهنما کتاب ځانګړی پام:-

دوهم ټکی دا د اکسفورډ د قراني مطالعاتو د راهنما کتاب د پام وړ ځانګړنه  هغه ځانګړي توجه ده چې د قران تفسیر ته یې کوي.

له اوه پنځوسو مقالو څخه اتلس مقالې د قران د تفسیر په بیلابیلو اړخونو غور کوي، په دې ډول چې کتاب کولای شو د اکسفورډ د قران د تفسیر د راهنما نوم ولري.

مولفان؛ د نظر تر ټولو ښه خاوندان:ـ

دریم ټکی دا چې د کتاب ایډیټ کونکو نړیوال کړچار غوره کړي دی.

هغوې د قران پیژندنې،  د تاریخ او د اهل سنتو مسلمانانو له نظره د تفسیر د بیانولو پرځاې یوشمیر بابونه تشیع اثنی عشری ، اسماعیلي شیعه او خوارج اباضي ، حقوقي ،  کلامي ، فلسفي او عرفاني تفاسیرو او نویو تفاسیرو ته بیل کړي دي.

څلورم ټکی دا چې ډیرې بابونه په دې زمینه کښې د نظر خاوندانو او د  محققانو لخوا لیکل شوي دي چې تر ټولو ښه انتخاب یا تر ټولو ښې ګزینې او انتخابونه دي.

روون فایرسټون د یهودیت، نیل رابینسون د عیسایت ، ولید صالح او یوهانا پینک د تفسیر ، محمد عبدالحلیم په بلاغت ، فرانسوا دروش د قران د خطیي  نسخو په هکله او جوزف لوري د اسلامي شریعت د موردونو په هکله نظرونه بیان کړي دي او په نتیجه کښې د کار نتیجه څرنګه چې اټکل کیږي لوړ کیفیت لري.

پینځم ټکی دا چې ویراستارانو یعني ایډیټ کوونکو دغه راز اجازه ورکړي ده چې بابونه له یوبل څخه د جلا کیدا پرځاې له یوبل سره پیوستون ولري.

د قراني مطالعاتو د راهنما کتاب چې نهه سوه دولس پاڼې او اوه پنځوس مقالې لري د مصطفی شاه او د محمد عبدالحلیم په  ویراستارې او ایډیټینګ کولو سره په دوه زره شلم میلادي کال کښې د اکسفورډ د خپروندویه موسسې لخوا چاپ شوی دی. https://iqna.ir/fa/news/4063640

captcha