IQNA

حج له دوښمانانو سره د شخړې او دمومنانو د وروڼو په شان د ژوند کولو بیلګه ده

15:38 - June 19, 2022
د خبر لمبر: 3485899
تهران(ایکنا)- د قران کریم د بقره سورې یوسل اوه نویم ایت په روښانه توګه د حج درس زده کوونکي اړخونه بیانوي

او متوجه کیدلی شو چې د حج فریضه داسې صحنه او ډګر دی چې وګړي او خلک له یوبل سره پیوند خوري او ټول په ورورګلوۍ او صمیمانه ډول له جګړې او شخړې پرته د خدای کور ګیرچاپیر راغونډیږي او خپل وحدت او په ګډه ژوند کول نندرې ته وړاندې کوي او که چیرې د حج په فریضه کښې کومه شخړه هم وي د اسلام له دوښمانانو سره شخړه کول او له هغوې څخه د برائت اعلانول دي.

ایکنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د حج له چارواکو سره په کتنه کښې د خپلو څرګندونو په یوې برخې کښې د قران کریم د بقره سورې په یوسل اوه نویم ایت باندې استناد سره د حج د فریضې د یوه  درس په توګه ګډ ژوند ته اشاره وکړه او ویې فرمائیل: هغه کسان چې یوبل نه پيژندي او له په بیلابیلو کلتورونو سره له بیلابیلو هیوادونو څخه په بیلابیلو رنګونو سره په بیلابیلو ژبو سره په حج کښې باید له یوبل سره ګډ ژوند وکړي.

فَلا رَفَثَ وَ لا فُسوقَ وَ لا جِدالَ فِی الحَجّ؛

یعني هیڅ حق نلرئ له یوبل سره نښته وکړئ ، مشکل پیدا  کړئ باید ګډ ژوند وکړئ وینئ یو مورد همدغه په ګډه ژوند کول دي. همدا اوس د بشر مشکلات ـ نه یوازې د مسلمانانو مشکلات په دنیا کښې د څه په وجه دي؟ په دې خاطر دي چې په ګډه ژوند کول نه ورځي ؛ له یوبل سره د زور خبره کوي ، د یوه بل بد وايي ، د یوه بل ځای تنګوي او یوه بل ته ګوزار ورکوي، حج په ګډه ژوند کول ورښيي، په یوه محدود وخت کښې تاسو ته  د ګډ ژوند کولو یوه بیلګه درښيي وايي باید دا ډول ژوند وکړئ»

په حقیقت کښې حج او د  هغه د عبادتونو او د مناسکو ټولګه  د اسلام د ټولنیز ژوند یوه بیلګه او ورایښت دی او د  حج ورځې په حقیقت کښې د دغو مفاهیمو په اوج کښې د مومنانه ، ورورګلویزې او د اخلاقي زندګۍ ورایښت دی چې اوس په دغه ځاې کښې دغه ایت ته اړونده تفاسیر او ټکو ته اشاره کوو.

لْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ ۚ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ ۗ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ ۗ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَىٰ ۚ وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ»

ژباړه : حج په ټاکل شویو میاشتو کښې دی. پس څوک چې په دغو میاشتو کښې په ځانونو باندې حج واجب وګڼي پوه شي چې د حج په وخت کښې همبستري یعني کوروالي ، او ګناه او شخړه  روان نه ده ، او څوک چې هر نیک کار کوي خدای پرې پوهیږي او د ځان لپاره داسې توښه غوره کړئ او په حقیقت کښې تر ټولو ښه توښه پرهیزګاري ده او ای د عاقل خاوندانو ما ته مو توجه وي  »

https://iqna.ir/fa/news/4065038

captcha