IQNA

قرآني آیتونه  او پندونه

دعا بې محتوا ماډرن ژوند ته معناوربخښي

16:33 - June 24, 2022
د خبر لمبر: 3485916
ایکنا-(تهران)  دعا دیوه اصیل او حقاني نظر په توګه  چې پکې د حق رضا وي ،د انسان اوسني دیناوي ژوند ته محتوا بخښي  او دا نظر د  د نورو معنوي مکتبونو په اپوټه نوي ښکارنده ده  چې دعا  د اوسني انسان ژوند ته  آرامښت بخښي  

د مذهبونو د لوړو تعلیماتو د ټولګې دعملي پلاوي یوه غړي سعید خلیل اویچ د ایران ایکناخبری آژانس سره په خبرو کې د اوسمهال انسان  او معنویّت د رابطې په باب خبرې کړي ، چې  دمتن یوه برخه ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .

د اوسمهاله انسان تر ټولو ستر مشکل  دآرامښت نه شتون دی او له دې چې  اوسمهاله انسان په آرامښت پسې او دامن ساحل په رسیدا پسې  دی ، پکار ده هیڅ شک ونه کړو ، خو دکار مشکل دلته دی چې خپل آرامښت چرته ولټوي ؛ په بله معنا،دغه د امن ساحل چرته دی ؟

 اوسمهاله انسانان  دمادي مشکلاتو له تیریدا وروسته ، دې چارې ته متوجه شول چې مادي مکتبونه ،نه دي توانیدلي دوي ته حقیقي آرامښت ورپه برخه کړي  او ندوي نسبي آرامښت موقتي دی .

د اوسمهال انسان معنویّت ته دستنیدا په لاره سم شوی دی، نو ځکه  بلنې هیڅ ضرورت نشته ، ځکه اوسمهاله نړۍ کې ځان ته بیرته ستنیدا بڼه غوره کړې ده . یوه داسې پوښتنه چې  دلته مطرح ده ، دا ده چې  که دغه انسان   د یوه  معنوي سنت په لور حرکت وکړي  ، نو اوس کوم سنت  دغه آرامښت ډالۍ کولی شي ؟

په قطعي توګه معنوي سنتونه لیرې او یا هم نوي راپنځیدلو معنویتونه یا نوي معنوي سنت د نوي انسان لپاره هغه آرامښت نشي ډالۍ کولی .

یو داسې کار چې نن سبا د اسلام اصیل دودونکي ئې باید ترسره کړي ، دادی ، چې اوسمهال انسان له دې چې دخپل ژوند تَشو ته متوجه شي ،په حل لارې پسې ځي . په داسې بڼه کې  باید سوچه اسلامی سنت  ورته معرفي شي ،یو داسې سنت  چې په هره سویه   د اوسني انسان لارښونه اوروزنه وکړي .

مونږباید په دقیق ډول  د سوچه معنوي سنت معرفي کړو، یو داسې سنت چې  خپل بډائ میراث  ئې په قرآن کریم او صحیفه سجادیّه کې ځان بریښوي  او ددغه سنت  معرفي کول او  دغه میراث دومره لوي کار دی چې په پراخه سویه  نه دی وړاندې شوی  چې په سمې معرفۍ  سره ئې  به بې شکه نننۍ انسان  خپل له لاسه وتلی آرامښت بیرته ترلاسه کړي .

که دعای کمیل په یوې  دقیقې او مناسبې شرحې  او ترجمې سره د اوسمهاله  انسان په اختیار کې ورکړل شي ، نو په قطعي توګه  اوسنی انسان به دې لور ته وخوځیږي  او له دغې دعا څخه به په تر ټولو ښه اندازه  استفاده وکړي او  په قیامت  کې به هم  ورسره خپل آرامښت ترلاسه کړي ، یو داسې  آرامښت هیڅکله  غیر دیني مکتبونو نه دی ترلاسه کړی .

https://iqna.ir/fa/news/2113131   

captcha