IQNA

د افغانستان زلزله ځپلو ته د ایران دریمه مرستندویه جوپه هم ورسیده

17:44 - June 24, 2022
د خبر لمبر: 3485918
ایکنا- (تهران)   د ایران داسلامي جمهوریت  دسرې میاشتې د روغتیائي ،درملنې او د پرکټو د برخې  مرستیال پيمان نامدار په مشرۍ د دغې ټولنې مرستندویه کاروان افغانستان ته په رسیدو سره  ددغه هیواد چارواکو ته وسپارل شو .

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ ،پيمان نامدار  افغانستان ته په رسیدو سره د د طبیعي پیښو په چارو کې د افغانستان  د طالبانو د موقته حکومت  له استازي مولوی شمس الدین  حقیار سره  په زلزله ځپلو سیمو کې د خدماتو د وړاندې کولو د څرنګوالي او د راتلونکو شپو ورځو په باب بحث او د نظر تبادله وکړه .

طالبانو  له نړیوالو څخه د مرستې په غوښتې سره  پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې  د افغانستان له ولس سره  دې د انسان دوستۍ د مرستو لیږد او دمرسته رسونې چارې  له سیاسی کولو  ډډه وکړي  .

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/04/03/2733500/

captcha