IQNA

لوی اختر؛ د قرباني کول او له خدای پرته د بل چا عبادت نه کول دي

14:54 - July 09, 2022
د خبر لمبر: 3485969
تهران(ایکنا)- د لوی اختر یعني د عیدقربان مخینه او په اسلام کښې هغه ته مخصوص اعمال

په زړه پورې پیښې سره اړونده دي چې په قران کښې مطرح شوي دي.

پلار ته دنده سپارل کیږي چې خپل زوی قرباني کړي، خو دغه کار د خدای پاک ج په حکم سره متوقف کیږي یعني مخه یې نیول کیږي چې په تاریخ کښې د الهي دینونو پیروانو ته په خطاب کښې تل پاتې پیغام ثبت شي.

د ذی حجې د میاشتې لسمه نیټه یو ستر اسلامي اختر ګڼل کیږي کوم چې عیدقربان  یا عیدالاضحی نومول کیږي.

پیړیو پیړیو مخکې په همداسې ورځ خدای پاک ج ابراهیم خلیل ته حکم ورکړ چې خپل زوی اسماعیل قرباني کړي؛ هماغه زوی چې په بوډاتوب او په ډیرې حیرانتیا سره خدای پاک هغه ته ډالۍ کړی و.

د دا ډول اقدام له حیرانتیا څخه په ډک کیدا او له هغه کړچار سره سره چې دغه پلار او زوي دغه الهي حکم ته لرلی و خو د پیښې حیرانتیا همدلته نه ختمیږي.

دغه الهي پیغمبر چې په بیلابیلو دینونو کښې ستره بیلګه او اخلاص ګڼل کیږي اسماعیل د قربانۍ ځاې ته بوتله او د الهي حکم د ترسره کولو لپاره د هغه هڅه د خدای پاک ج په ورپسې حکم سره متوقفه کیږي یعني نه ترسره کیږي.

د وحي فرښته جبرائیل له یوه پسه سره یوځاې ابراهیم ته ورغی او پیغمبر ته یې د خدای دغه حکم ورسوه او دغه پسه یې هغه ته وسپاره چې د خپل زوي پرځاې یې قربان کړي یعني حلال کړي.

دغه قیصه د قران کریم د صفات سورې  له نهه نویم ایتونو څخه تر یوسل نهم ایتونو پورې بیان شوي ده او په دغو ایتونو سره پاې ته رسیدلي ده: «إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْبَلَاءُ الْمُبِينُ * وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ * وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ * سَلَامٌ عَلَى إِبْرَاهِيمَ؛

په یقین سره چې دا هماغه روښانه ازمیښت و او مونږ اسماعیل له سترې قربانۍ( له ذبح کولو)  وژغوره او په راتلونکو کښې د هغه لپاره مو(نیک نوم) پرځاې پریښود. سلام دې پر ابراهیم.( صفات،۱۰۶-۱۰۹)

هغه څه چې یقیني دي دا دي چې په دغه الهي حکم او ورپسې د هغه متوقف کیدا کښې یو حکمت پټ دی چې ښودنه کوي چې په خپله  د ذبح کولو عمل هدف نه و بلکې دا یو امتحان او ازمیښت و چې د دغه الهي پیغمبر اخلاص او د دنیوي اړیکو نلرل ښکاره کړي او هغه د خپلو پیروانو لپاره بیلګه وګرځوي.

ځینې کسان باوري دي چې په دغه عجیبه پیښې سره بشر ته دغه پیغام منتقل شو چې په بشري مذهبونو کښې د انسانانو قرباني کول څنګ ته کړي او هغوې ته معنوي او ټولنیزه څيره ورکړي، په دې ډول چې د انسان د قرباني کولو پرځاې له مال او خپلو زامنو سره اړوندوالی له مینځه لاړ شي.

د دغه پیښې پیغام د انسانو د وژلو حکم نه بلکې د خدای پاک د رضایت د ترلاسه کولو لپاره د انسان د عمل او د نیت خالص کول دي.

د قربانۍ سنت او دود هر کال د لوی اختر په ورځ د عربستان په  منا په ټاټوبي او د حج په مناسکو کښې د هغه سترې پیښې د یادولو په خاطر ترسره کیږي او هغه مسلمانان چې د حج لپاره د خدای  پاک کور ته ورځي له شرطونو سره سم دنده لري یو څاروی چې غوښه یې حلاله وي قرباني کړي.

د قربانۍ کول د نورو مسلمانانو لپاره هم مستحب چاره ده او ځینې علماو په هغو کسانو چې د قربانۍ کولو وس لري واجب کړي دي.

  

 

captcha