IQNA

د امریکا د مسلمانانو لپاره د ستمیر د یولسمې دپيښوکړؤنکی اړخونه

17:16 - September 13, 2022
د خبر لمبر: 3486218
ایکنا-(تهران)په امریکا کې د ۲۰۰۱کال د ستمبر د یولسمې  نیټې له پيښې یویشت کاله وروسته ، په دغه هیواد کې له اسلامه د ویرولو پروسه ، هماغه راز مخ په وده  ده او دځينو حکومتی اورګانونو له خوا ئې  مرسته کیږی.

ایکناخبری آژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ، دایف بی آئي داحصایو په اساس، د ۲۰۰۱کال دستمیر دیولسمې نیټې له پيښو سملاسي وروسته په متحده ایالاتو کې د مسلمانانو په ضد دنفرت له امله جنایتونه ډير زیات شول او هماغه راز د زیاتیدا په حال کې دي.

 د امریکائي اسلامی اړیکو د شورا د لاس انجلس  دڅانګې اجرائي مدیر حسام آيلوش په یولړ څرګندونو کې ووئيل، مسلمانان د هغې کینې او تاؤتریخوالو په نتیجې کې د ستمبر د یولسمې له حملو په وروسته کلونو کې درسندویو او  اسلام  ضده اورګانونو په وسیله ئې دوام موندلی ،هماغه راز د کرکې ،بدماشۍ او توپیر په زیاتولو  کې ئې وده کړې ده.ددغو حملو له یویشت کلونو تیریدا وروسته مسلمانان هماغه شان د هدفمن تاؤتریخوالی له ګواښ سره مخامخ دي.

آیلوش دغه راز ووئيل،  دستمبر له یولسمې نیټې وروسته ،د امریکائي  ولس دځينو ډلو ټپلو اود هغو د حکومتي اورګانونو له خوا دکرکې او نفرت یو داسې طوفان راولاړ شو  چې یو مشترک دښمن ته اړتیا درلوده.

هغه روښانه کړې ده ،افسوسناک واقعیّت دا د ی،داسې ځینی کسان اوډلې ټپلې شته چې  له اسلامه د ویرولې،تعصب او جنګ له دوامه ګټه پورته کوي.  له اسلامه  دویرولو پرروسه چې  د اسلام او مسلمانانو بهنسبت  تعصب یا نفرت په توګه  تعریف کیږی، هماغه شان په متحده ایالاتو کې یودود مشکل  دی .

آیلوش د مسلمانانو د واریدیدا ممنوعیّت ؛(Muslim Ban)  په نامې سره قانون ته اشاره وکړه  چې د مسلمانانو په اکثریّت سره د څو هیوادونو مسافران  متحده ایالاتو ته له ورتلو منع کوي. هغه دغه راز ووئیل، که څه اوسنی حکومت دغه ممنوعیّت لغوه کړی ،خوتر نن پورې   ئې له نتیجو سره لاس او ګریوان یوو اوډيری کورنۍ  تر دې دمه له یوه  بله جلا دي .

هغه همداراز ووئیل، متحده ایالات دځای امریکایانو،افریقایانو،یهودیانو اوآسیائي توکمه امریکایانو پشمول د قومي اومذهبی ډلو د څنډې ته کولو  او دغیر انساني انځورپه پروپيګنډیزو تبلیغاتو کې اوږده مخنیه  لري. هغه ووظیل ، دستمبر له یولسمې وروسته له اسلامه د ویرولوله پروسې سره دمقابلې لپاره یوازینۍ لاره  له دوي سره نیغ په نیغه مقابله ده .

 https://iqna.ir/fa/news/4084949

captcha