IQNA

د ملګروملتو دځانګړي رپورټرې اعتراف

د اسلامی انقلاب هویّت،د ایران په ضد دبندیزونو اصلي عامل(مقاله)

16:41 - September 21, 2022
د خبر لمبر: 3486255
ایکنا-(تهران)د ملګروملتو ځانګړې رپورټرې آلِنا دوهن د ایران پر ولس دامریکا دبندیزونو د اغیزو په باب د خپل رسمي راپور په خپرولو سره  ووئيل،دایران په ضدبندیزونه د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وخت راهسې وضع شوي او هماغه شان دوام لري.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ملګروملتو ځانګړې رپورټرې میرمن آلنادوهن د ۲۰۲۲کال دمئ له اولسمې تر اته ویشتمې نیټې پورې په ایران کې په شتون سره،د ایران د ولس په ضدد امریکادیواړخیزو بندیزونو اغیزې ارزولي او په همداووروستیو کې ئې په رسمي توګه خپل راپور خپور کړی دی .ددغه راپور اړخونه مختلف دي چې  یو اړخ ئې  د بهرني سیاست د یوه آوزار پهتوګه  له بندیزونو استفاده ده .

 بندیز یا بایکاټول په تیرو څلورڅلویښتو کلونو کې د ایران  له اسلامی جمهوریت سره دامریکا دمقابلې یو تر ټولو اصلي اړم یا آوزار دی. امریکایانو د  ایران د اسلامی جمهوریت په ضد دبندیزونو دوضع کولو لپاره  مختلفې پلمې مطرح کړي دي،خو په ایران کې د اسلامی انقلاب دبریالیتوب له هماغه پیله  دبندیزونو لګیدا ښئ چې امریکاله دغه آوزاره،د ایران  له اسلامی انقلاب سره  دهویّتي تضاد په دلیل  استفاده کړې ده .

 ایران  داسلامی انقلاب له بریالیتوب مخکې،له لویدیځ سره غږمله او په یوه مدار کې لوبغاړی او په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا دسیاست یوه ستنې وه چې نه ئې د خپلواکۍ ادعا درلوده او نه ئې د لویدیځي قدرتونو له چیلنج سره دمخامولو توان درلود.مذهب د ایران په سیاستونو کې څه خاص رول نه درلود او دوخت  حکومت هم له صهیونیسټي رژيم سره  څه خاص تضاد  نه درلود. داسلامی انقلاب په بریالیتوب سره،دغه وضعیّت  په بشپړ ډول بدل شو.د ایران اسلامی جمهوریت خپلواکي اوعزت  دخپل بهرني سیاست یو اساسی  اصل او سرمشق وګرځوۀ،په داخلی او بهرني سیاست کې ددین رول ډير زیات دی،لویدیځي ګوت وهونکي سیاستونه  له چیلنج سره مخامخوي او اساسا  دلویدیځي قدرتونو په سیاست نیوکه کونکی دی او صهیونیسټي رژيم  هم په رسمیّت نه پيژني.

د امریکاحکومت چې تمه ئې نه درلوده،ایران د اسلامی انقلاب په بریالیتوب سره  له لاسه ورکړي،دبندیز پشمول  په مختلفو چوکاټونو کې  غلیمانه کړچار ته مخه کړه.آلنادوهن پخپل راپورکې وئيل دي دایران په ضد بندیزونه،د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له هماغه پیله اعمال شول.د ملګروملتو ددغې ځانګړې رپورټرې اعتراف،ثابتوي  دبشری حقوقو،ایټمي انرژۍ او توغندوي توان په څير موضوعوګانې د ایران په ضد دبندیز دوضع کولو پلمې دي او اصلی موضوع دلویدیځ له اصولو او سیاستونو سره د ایران د اسلامی جمهوریت هویّتي تضاد دی چې د ایران په ضد داقتصادي بندیزڅخه د هراړخیزې  استفادې سبب شوی دی.

 دمیرمن دوهن په راپور کې  یوبل مهم ټکی دا دی چې  دبندیز اړم ،په پیل کې د ایران په ضد په یوه محدوده بڼه  وکارل شو،خو دوخت په تیریدا سره  هراړخیز او لاپراخ شوی دی.د میرمن آلنا دوهن په راپور کې راغلي دي،چې  بندیز په پیل کې یوازې دایران دتیلو په برخې کې ؤ،خو له ۲۰۱۰کاله وروسته  دایران نورو اقتصادي برخو ته هم وغزید. د ایران په ضد دبندیزونو ددغې پراختیا اصلی علت هم د اسلامی جمهوری نظام زیاتیدونکی پرمختګ او د د هغه  دموقعیّت  په تیره بیا دلویدیځي آسیا سیمې په سویه ئې  پیاوړتیا ده.

     دبندیزونو په باب دمیرمن دوهن  دراپور یو بل اړخ  دا دی چې  له ۲۰۲۱کال څخه  له امریکا سره په یووخت،اروپائي اتحادئې هم د ایران په ضد دسختو بندیزونو سیاست غوره کړ. په بله معنا، له ۲۰۲۱کالهد ایران په ضد دزیاتره دباؤ دسیاست داعمالولو لپاره  دامریکا او اروپائي اتحادئې غږملتیا لازیاته شوې ده.

 دایران داقتصاد په ضددبندیز دآوزار کارول تر دې حده پياوړي وو چې نړیوالو شرکتونو او بهرنیو مالی موسیسو  د ایران له اسلامی جمهوریت سره  حتی دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې له لاسلیک کیداوروسته هم له ملګرتیا ډډه وکړه،ځکه دغه شرکتونو او موسیسو د دوي په ضد دایران دبندیزونو په اړخونو اندیښنه نه درلوده.

یو بل مهم ټکی دا دی چې د ملګروملتو د ځانګړې رپورټرې له نظره،له بندیزونو لګولو د امریکا موخه،په نړیوال تجارتي او مالی سسټم کې د ایران منزوي کول وو.په حقیقت کې د امریکا اخستون دا ؤ چې په نړیوال تجارتي او مالی نظام کې د ایران له یوځای کیدا په مخنیوي سره،دایران دسیاستونو دبدلولو زمینه برابرولی شي.په عین حال کې،هماغه شان چې د میرمن آلنا دوهن درابور په نورو برخو کې راغلی دي،د ایران ولس د امریکا دبندیزي سیاست اصلي قربانی دی.

captcha