قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) «New Straits Times» خبرونو ویب پاڼه نه په نقل، کولالامپور ښار کښې اسلامی لید کښې دولت او مدنی ټولنه غونډه کښې ماهاتیر محمد خپلې وینا کښې ؤ ویل: دا د مسلمانانو عالمانو او پوهاندو دنده ده چې د مسلمانانو هدایت له اسلام او قرآن ښودنو نه وکړی نه د ناپوهه کسان فکرونو نه او له دی ځان مطمئنه کړی.
هغه هم دارنګه د موجوده حالاتو په مناسبت سره د نوی فتوی ورکولو په ضرورت زور ورکولو سره وویل: دا فتوی باید په ټول ډګر د بحث او مطالعه نه پس او د ننی معاصر ژوند ته توجه سره صادر شی.
ماهاتیر محمد د خپلې وینا په بله برخه کښې د مسلمانانو لپاره د ځینې نوی ایدیالوژۍ چې د اسلامی پوهنو په مقابله کښې را وتلی د مقاومت کولو ستراتیژی باندې زور ورکړو.
هغه هم دارنګه د افراط ګرو لیبرالیزم باندې انتقاد وکړو ؤ وې ویل: ضروری ده چې دا څرګنده شی چې ولی افراطی لیبرالیزم هم جنسی له ترویج ورکوی، دا د اسلامی تعلیماتو نه بهر او بد عمل دی.
د روشن فکره مسلمانانو دا دری ورځې غونډه د اسلامی ولس کړنلارو تحلیل او تجزیه کولو او د حاجتونو ترسره کولو لاری معلومولو هدف سره پیل شوی وو.
د دې مراسمو پرانیستی کښې د اسلامی هیوادونو یو شمېر مشرانو او مقاماتو ګډون کړی وو.
http://www.iqna.ir/fa/News/1472548