قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د (Bernama) مالیزیا خبرونو نه په نقل، د مالیزیا د ړومبی وزیر مرستیال محی الدین یاسین دغه مراسمو خپل تقریر کښې تاکید وکړو چې د اسلام څېره د یو مشخصه ډلې اقداماتو سره چې د جهاد نه یی غلط درک اخیستلې ژوبل شوی او باید دې مسئله سره مقابله وشی.
د مالیزیا د ړومبی وزیر مرستیال د مسلمانانو د دین په باب وظیفې ته اشاره وکړه او وی ویل: مونږ مسلمانان وظیفه لرو چې غلط تصورات له مونډه وباسو، او د اسلام حقیقی څېره هغه رنګه چې پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم مونږ ته تحفه کړی وه وړاندې کړو.
د دې مقابلو پرانیستا مراسمو کښې، د مالیزیا اسلامی پراختیا سازمان سر منشی عثمان مصطفی، مالیزیا مفتی ذوالکفل محمد البکری او د مالیزیا د اسلامی چارو سازمان مشر پایموزی یحیی ګډون کړی وو.
په دې مقابلو کښې چې ۶ ورځی به ادامه لری، د قرآن ۲۸قاریان، ۱۴ سړی قاریان او ۱۴ ښځې قاریانی د مالیزیا هر ایالت نه ګډون کوی.
دې مقابلو کښې ګټونکو ته به د قرآن نړیواله مقابلو کښې د مالیزیا هیواد استازی ورکړی کېږی چې د مالیزیا پای تخت کوالالمپور ښار کښې به د خرداد میاشتې ۱۹ نه تر ۲۴ تاریخه پورې پیل کېږی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3183242