IQNA

9 کاله پس

د مالیزیا قرآن مقابلو کښې د ایران استازی ړومبۍ راغللو

14:26 - June 16, 2015
د خبر لمبر: 3315161
نړیواله ډله: محسن حاجی حسنی کارګر د ایران غړی د مالیزیا قرآن نړیواله مقابلې 57 دورې قرائت برخه کښې ړومبۍ شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، کوالالمپور نه، د مالیزیا قرآن نړیواله مقابلې ۵۷ دوره کښې د ایران استازی محسن حاجی حسنی کارګر ړومبۍ راغلې.

حاجی حسنی کارګر د ایران غړې د مالیزیا قرآن نړیواله مقابلې ۵۷ دوره کښې په ۲۳ خرداد باندې د سوره آل عمران نه د آیتونو تلاوت کړې وو.

دغه مقابلې کښې د ایران د استازی تلاوت دلته وګوری.

هغه مشهد ښار کښې په کال ۱۳۶۷ باندې زېږېدلې دی، حاجی حسنی کارګر تېر کال د هیواد اوقاف مقابلو په ۳۶ دوره کښې ګډون سره یی دویمه رتبه ترلاسه کړی وه چې هم له دې سبب د مالیزیا نړیواله مقابلې لپاره د ایران د غړی په توګه خوښ شو، دې قاری مالیزیا ته تللو نه مخکې د ایکنا خبرونو بنسټ سره یوه وړه مرکه هم کړی وه. د دې نړیوال قاری سره اشنا کېدو لپاره دلته ولولی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3314336

captcha