IQNA

د انقلاب ستر لارښود د مالیزیا قرآن مقابلو ویاړمن ته څه وویل؟

15:15 - June 22, 2015
د خبر لمبر: 3317407
قرآنی فعالیت کوونکې ډله: د انقلاب ستر لارښود قرآنی ټولنې سره لید کښې هغوی یو څو نکتې د مالیزیا قرآنی مقابلې کښې ړومبی راتلونکې ته په ګوته کړی.


مالیزیا قرآن نړیواله مقابلې ۵۷ دورې کښې ړومبنۍ رتبه تر لاسه کوونکې محسن حاجی حسنی کارګر قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کښې د انقلاب ستر لارښود سره د قرآنی ټولنې کتنه کښې د خپل تلاوت په اړه وویل: د انقلاب ستر لارښود او د قرآنی ټولنې په شتون کښې د سوره اسرا ۹ نه تر ۱۴ آیتونو پورې او هم دارنګه سوره اعلی آیتونه می تلاوت کړل.

هغه زیاته کړه: چې تلاوت می وکړو نو د انقلاب ستر لارښود محضر ته لړم چې هغوی ماته د مالیزیا قرآن مقابلې ۵۷دوره کښې ړومبۍ مقام تر لاسه کولو باندې مبارکې راکړه او وې ویل: « ډېر ښکلې او دروند اواز لری، شابس»





حاجی حسن کارګر ادامه کې وویل: همدارنګه ستر لارښود ادامه کښې د سوره اعلی د یو آیت وقف او ابتدا په اړه نکته بیانه کړه.

هغه ادامه کښې وویل: زه چې هر ځل له ستر لارښود لید ته تلې یم، غوښتل می چې یوه هدیه د هغوی نه واخلم، دا ځل هم چې لید کتنې ته وراغلم، نو غوښتل می چې هغوی ګوتمه د هدیه په توګه ترې وغواړم خو زه په هغوی کې دومره مجذوب شوی وم چې خپله غوښتنه می ترې ؤ نکړه.

مالیزیا قرآن نړیواله مقابلې ۵۷ دورې ړومبنی رتبه ترلاسه کوونکې وویل: همدارنګه د انقلاب ستر لارښود چې کله مجلس ته راننوتلو نو لری نه یی ماته مبارکې راکړه خو زه خپل هوش کښې نه وم نو زما یو ملګری ماته وویل چې آقا تاته وایئ نو ما خپل لاس په سینه کې ښودو او لری نه می عرض ادب وکړو، دا ما لپاره ډېر ارزښتمنه وخت وو چې هغوی ماته لری نه مبارکې راکړه.

د انقلاب ستر لارښود په شتون کښې د محسن حاجی حسنی کارګر تلاوت فلم

http://iqna.ir/fa/News/3316411

captcha