IQNA

د «محمد رسول الله صلی الله علیه و آله» فلم د اصل اسلام حقیقت معرفی کولو فرصت

8:21 - September 29, 2015
د خبر لمبر: 3374015
هنری ډله: د هندوستان ټایمز انګلیسې ژبې ورځپاڼې لیکلی: «محمد رسول الله صلی الله علیه و آله» فلم د اسلام په اړه د غرب خبرو ځواب دی او د اصلی اسلام حقیقت معرفی کولو فرصت دی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مجید مجیدی وروستۍ فلم «محمد رسول الله صلی الله علیه و آله» د ایران له اړخه اسکار ته معرفی شو.

فلم «محمد رسول الله صلی الله علیه و آله» چې د پیغمبر اسلام صلی الله علیه و آله ځینې ماشومتوب یی ښودلې، اووو کالو کوښښ کې د یو شمېر ایران حرفه یی هنرمندو، سره جوړ شوی، دا فلم د کال ۱۳۹۳ فجر فلم جشنوزمه کې ړومبی ځل څرګنده شو.

د دې فلم سراسری څرګندتیا له ۵ شهریور۱۳۹۴ (۲۷ اګست ۲۰۱۵) نه ایران کې سره د کاناډا  مونترال فلم جشنوزمه شروع کېدو سره پیل شوی وو.

د « محمد رسول الله صلی الله علیه و آله» فلم تقریباْ په یوه میاشته کې، ۶ میلیارد تومان خرڅ کړی، د هندوستان ټایمز ورځپاڼې خپل مطلب دې خبری سره شروع کړی چې، تاسې به دا فکر کوی چې عجیبه ده که چرې مونږ ووایو چې د مجیدی فلم اسلام کې تحول نښه ده؟

دې ورځپاڼې هغه پېښو ته اشارې سره چې څه موده مخکې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله سپکاوی شوی وو لیکلې: دې فلم هم کولې شو چې مسلمانان یی د نړۍ په مختلفو ځایونو کې سړکونو ته راویستلی وو خو ولی دارنګه څه نه وو او بی د بنګېدلو نه مو بل څه و نه لیدل، د دې مطلب لیکوال  بمبیی کې د رضا موسسه اعتراض او د قاهره پوهنتون له پیغمبر صلی الله علیه و آله اواز او عکس ښودلو باندې بندیز ته اشارې سره لیکلې: کېدلی شی ځینو لپاره دا خبره منطقی وې خو ولی په ایران، ترکی، مالیزیا او اندونیزیا کې خلکو دا فلم ډېر خوښ کړی نو دا به بیا څه رنګه توجیه کېږی.

د ورځپاڼې لیک کې راغلی، دې فلم کې د رسول الله صلی الله علیه و آله مخ ښودلو نه ډډه شوی.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې بل ځای کې راغلی: دا فلم اسلام په اړه د غرب خبرو ځواب دی او د اصلی اسلام حقیقت معرفی کولو فرصت دی.

http://iqna.ir/fa/News/3372014

captcha