قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام د سپڅلې بارګاه خبرونو بنسټ نه په نقل، مایکل روبن کربلا کې د «تراتیل سجادیه» نړیواله دویمې جشنوزمه کې د امام سجاد علیه السلام په هکله وویل: د امام علی بن حسین علیه السلام د ژوند څېړنه کې ترلاسه کېږی، چې د بیان ازادی او د هغوی د ارزښت نه ډک د لوړ فکر نه برخمن دی.
هغه ادامه کې په هغه هیوادونو باندې چې د ایران او واشنګتن ترمنځه اخیرنۍ سیاسی نښتې د واشنګټن او د شیعیانو ترمنځه طبعیی اړیکه ټاکې، نیوکه وکړه .
د امریکا دې کارپوهانده وویل هغه کسان چې د ایران په اړه دارنګه فکر کوی د ایران او د شیعه مذهب په اړه د مغالطه ښکار شوی، او د شیعه تاریخ نه بلد نه دی.
هغه څرګنده کړه: د شیعیانو ټولنیزه او دینی حیات یو ثابت شوی امر دی، خو ولی د نړۍ خلک دې ته پام نه لری مثلا امریکا کې ډېر خلک د ایران او د شیعه مذهب په اړه خطا کوی، ځکه چې فکر کوی شیعه یواځې په ایران کې آباد دی.
روبن، امریکې نه د کربلا ته د امام حسین علیه السلام زیارت او د «تراتیل سجادیه» نړیواله جشنوزمه کې ګډون لپاره راغلې وو او په دې اړه یی وویل: د دې جشنوزمه هدف د امام علی ابن الحسین علیه السلام د هغوی دینی او فکری نظریاتو معرفی ده او په تېره بیا د حقوقو مسئلو کې او د مخلتفو دینونو ترمنځه خبرې اتری دی.
هغه په ادامه کې د امام زین العابدین «حقوقو رساله» د هغوی مبارک او ارزښت نه ډک فکر ثمر وټاکله او وې ویل: د شیعه افکار باید نړۍ کې خپور شی.
دې امریکایی څېړوونکې څرګنده کړه: دا جشنوزمه یو ښه موقعه ده چې خلک د امام سجاد علیه السلام د ارزښت نه ډک دینی او فکری نظریاتو سره او په تېره د هغوی حقوقې افکارو سره چې د دینونو ترمنځه د خبرواترو په اړه دی سره اشنا شی.
هغه دې جشنوزمه کې د یو شمېر ولس خلکو شتون ته اشارې سره وویل: په دې جشنوزمه کې د مختلفو هیوادونو لکه عراق، شام، یمن، بحرین ایران او نور هیوادونو غړی شتون لری چې دا د یو بل ترمنځه د فکرونو بدلون لپاره یو ښه موقعه ده.
http://iqna.ir/fa/News/3446005