قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مصطفی صلی الله علیه و آله جایزه چې اسلامی نړۍ کې د علم او ټیکنالوجی تر ټولو لویه نښه ده، دې کال ړومبی ځل د ایران په وړاندیز د پوهنو او ژوند پوهه ټیکنالوجی، نانو پوهنه او ټیکنالوجی، د اړیکو او اطلاعاتو ټیکنالوجی کې وتلې کسانو او هم دارنګه نورو علمی ډګرونو کې وتلې کسانو ته ورکړلی کېږی.
دا د پوهنې او د ټیکنالوجی لوړه نښه اسلامی نړۍ کې همدارنګه د نوښت او بدلون، د پوهېدلو او محسوسه وړ او د خلکو په ژوند باندې اثر لرونکې او ځانګړی آثارو ته ټاکلې کېږی.
د دې جایزه ورکولو مراسم به د جمعه په ورځ ماځیګر ۱۸:۳۰ بجې د دې میاشتې په څلورم تاریخ د پوهنو وزیر، او یو شمېر د غونډې غړو او د دې جشنوزمه پروګرامونه پیل کوونکې شورا غړو او د اسلامی نړۍ ۲۸ هیوادونو وتلې ۶۰ پوهاندو په شتون سره د وحدت تالار کې پیل کېږی.
د ایکنا راپور له مخې، همدغه وخت سره سم د اسلامی علمونو آکاډمی د اسلامی مختلفو هیوادونو پوهاندو شتون سره تهران کې غونډه پیل کېږی.
یادښتونه: د دې جایزه ورکوونکې شورا د اسلامی ایرانی او بهرنی هیوادونو بنسټونو، د اسلامی هیوادونو علمونو او ټیکنالوجی مشرانو نه جوړه شوی چې دا جایزه د ۳۰۰ نړیواله جایزو علمی مطالعه او څېړنې نه پس جوړه شوی، په دې جایزه کې علمی کسان پخپله کاندید نشی جوړېدلی او یو علمی او وتلې بنسټ به هغه له دې جایزې لپاره ټاکې چې تراوسه ۲۰۰ علمی مرکزنو د معرفی بنسټونو په عنوان مونږ سره پیوستون لرې.
http://iqna.ir/fa/News/3468628