قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د وین امام علی اسلامی مرکز رسمي تلګرام چینل باندې د مصر مشهور قابری احمد نعینع سره د کتنې او د هغه د قرائت فلم، د دغه د ترکی ښار به رسټورانټ کې له ترک مسلمانانو سره کتنه د فلم په صورت خپور کړي.
نعینع په دې کتنه کې د قرائت په وخت کې شتون لرونکو ته د غونډه کې د قاری اجرا کولو طریقه کې تاثیر لرونکې عواملو په اړه شرح هم ورکړه او وې ویل: اواز لاندې ساتل، د مايکروفون نشتوالې او د غونډې کمتیا په اجرا باندې اثر اچوي.
هغه زیاته کړه: مثلا کله چې ایران ته لاړ وم، د کاشان په یوه قرآنی غونډه کې تقریباْ ۶۰۰ نه تر ۷۰۰ کسانو ته او په لوي مايکروفون باندې د قرآن کریم تلاوت وکړو چې همدا کار سبب شو چې زما اواز ټیک او اوچت وې، خو ولی نن دلته هم غونډه وړه ده نو نن زه د دې غونډې مناسب اواز سره د قرآن کریم تلاوت کوم.
د نعینع تلاوت دغه غونډې که شتون لرونکو ولمانځلو.
د مصر مشهور قاری په دغه غونډه کې د سوره مریم ۵۱ نه تر ۵۷ پورې آیتونه او سوره کافرون یی په دې ترتیب تلاوت کړو.
وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مُوسَى إِنَّهُ كَانَ مُخْلَصًا وَكَانَ رَسُولا نَبِيًّا: اويادكړه (اې محمده! خپل امت ته) په كتاب (قران ) كې (قصه د) موسى . بيشكه هغه ؤ خالص كړى شوى (دالله له طرفه) اوودى رسول نبي .
وَنَادَيْنَاهُ مِنْ جَانِبِ الطُّورِ الأيْمَنِ وَقَرَّبْنَاهُ نَجِيًّا: اونداء كړې وه مونږ دغه (موسى) ته له طرفه د(غره د) طورچې (دموسى) ښي طرف ته ؤ اورانژدې كړى ؤمونږدى حال دا چې مونږله ده سره درازخبرې كولې
وَوَهَبْنَا لَهُ مِنْ رَحْمَتِنَا أَخَاهُ هَارُونَ نَبِيًّا: اوبښلى ؤمونږدغه (موسى) ته له رحمت خپله وروردده هارون حال داچې نبي ؤ( زمااووزيرؤ دموسى )
وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِسْمَاعِيلَ إِنَّهُ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُولا نَبِيًّا: اويادكړه (اې محمده خپل امت ته ) په كتاب (قران) كې (قصه د) اسمعيل بيشكه چې دى ؤصادق (رښتنې) په وعده كې اوؤرسول نبي .
وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلاةِ وَالزَّكَاةِ وَكَانَ عِنْدَ رَبِّهِ مَرْضِيًّا: اوودى چې حكم به يې كاوه اهل (قوم ياامت) خپل ته په لمانځه سره اوپه زكات سره تفسير : يعنې نورو ته يې هدايت كاوه او په خپله د ښو اقوالو او غوره افعالو خاوند او مستقيم الحال او مرضى الخصال و .
وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِدْرِيسَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا: اويادكړه (اى محمده خپل امت ته) په كتاب (قران ) كې (قصه د) ادريس بيشكه چې دى ؤډيررښتنى نبي .
وَرَفَعْنَاهُ مَكَانًا عَلِيًّا: اوپورته كړى دى مونږ دى (ژوندى) ځاى ډيراوچت (جنت) ته .بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ:
قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ: ووايه ( اى محمده ! چې ) اى كافرانو .
لا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ: نه كوم زه ( فى الحال ) عبادت دهغه شي چې تاسې يې عبادت كوۍ ( اى كافرانوچې بتان دي )
وَلا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ: اونه يۍ تاسې ( اى كافرانوفى الحال ) عبادت كوونكي دهغه ذات چې زه يې عبادت كوم .
وَلا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ: اونه يم زه عبادت كوونكى ( په وروستۍ زمانه كې ) دهغه شي چې عبادت يې كوۍ تاسې ( اى كافرانو)
وَلا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ: اونه يۍ تاسې ( اى كافرانوپه وروستۍ زمانه كې ) عبادت كوونكي دهغه ذات چې زه يې عبادت كوم ( چې الله دى ) .
لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ: تاسې لره دين ستاسې دى ( دشرك ) اومالره دين ( دتوحيداسلام ) ځمادى .
http://iqna.ir/fa/news/3525059