قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د KETV خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د امریکا په اوماها ښار کې پرون نوې جومات له زړه پورې غږونو نه ډک و، دې جومات او د اوماها نوې کلتوری مرکز نه تقریباْ ۳ زره کسانو کتنه وکړه او د جومات خلاصې دروازې مراسمو کې یی ګډون وکړو.
مراسم پيل کوونکو په دې پروګرام کې د ۸۰۰ کسانو د ګډون تمه لرله خو ولی د هغې سوچ په درې برابر کسان له مختلفو دینونو نه راغلې وو.
د جومات امام سره مسیحیانو او یهودو خبرې اترې وکړې.
دا جومات او د اسلامی کلتور مرکز «درې دینونه» پروګرام له برخه په عنوان اوماها کې جوړ شوي.
یو کلیسا د دې پروګرام لاندې جوړېدو کې ده او یوه بله کلیسا په راروان کال کې به د دې پروګرام لاندې جوړېږي. یو پارک او یو محلي ټولنې مرکز به هم جوړېږي.
د دینونو مشران هیله لرې چې د امریکا نورې ښارونه به هم له اوماها ښار پیروي وکړې او د درې واړو دینونو مرکزونه به خپلو ښاریزو لپاره جوړ کړې.
د دې جومات پرانیستا چې د جوړولو یی یوه میاشته هم نه کېږي د دا خبره په ګوته کوې چې په دغه ښار کې د مسلمانانو شمېر پرمختګ دې.
اوماها ښار کې د مسلمانانو شتون دویم نړیوال جنګ ته ګرځې، د اوماها لومړي مسلمانان تورپوستانو وو چې په ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰ کې له شیکاګو نه کار لپاره دې سیمې ته راغلې وو.
له ۱۹۷۰ لسیزې نه د افغانستان او د اوماها د ګاونډ نور هیوادونو نه هم مسلمانان دلته مېشت شو، او نن یو زیات شمېر مسلمانان دلته د محصلو په توګه دې سیمه کې مېشت دی.