IQNA

ایکنا راپور ورکوي؛

دین منطق سره مطابقت لري د امریکا نوې مسلمان / ما په اسلام کې آرام وموندله + انځور

15:24 - August 19, 2017
د خبر لمبر: 3480640
نړیواله ډله: آوریل فولر ته پته وه پس له دې نه چې د مسلمانۍ اعلان وکړې، نو مختلفو غبرګونونو سره مخامخ کېږي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امریکا اسلامی اړیکو شورا د اعلان له مخې، تقریباْ ۷ ملیونه مسلمانان په امریکا کې ژوند کوې او د بهرنې سیاست ډلې راپور له مخې، اسلام د په نړۍ کې ترټولو چټک وده کوونکې دین او د نړۍ دویم لوي دین دي.

د امریکا دینی اطلاعاتو مستندات انجمن هم د می سی سی پی په ولایت کې د ۴ زرو مسلمانانو شتون خبر ورکړي.

د می سی سی پی یو مسلمان «آوریل فولر» دي، یوه ماشومه چې مسیحي وه او بیا یی اسلام قبول کړو، یو خاص آرامښت په دې دین کې وینې.

هغه د مسلمانېدو نه ورستو سمدلاسه د فیسبوک ویبپاڼې باندې پوسټ وکړو، او د مخالفانو غبرګون سره مخامخ شو.

د آوریل فولر ته د کلیسا کشیش چې له اسلام نه یی غلط تاثر اخیستلې وو، ورته ولیکل: او د ستاسو د عقایدو له مخې زه یو کافر او ستاسو دښمن یم. ډېره د شرم خبره ده، چې د مسیح غونډې مینه کوونکې خدای ته دی شا کړه او د دروغ پیغمبر باندې دې ایمان را ولړو.

خو ولی د ماشومتوب ملګرې ورته ولیکل: چې خبر یم چې نور کسان به دې ازاره وې، خو ولی ستا دا تصمیم دې او هیله لرم چې ستا لپاره ښه وې.

دین منطق سره مطابقت لري د امریکا نوې مسلمان / ما په اسلام کې آرام وموندله + انځور

د آوریل ماما هم د می سی سی پی ولایت په رالي ښار کې د باپتیست په کلیسا کې کشیش وو چې ۱۵۰۰ کسان او نور ډېر حمایت کوونکې لري.

فولر په دا څي حال کې اسلام قبول کړو چې ټوله کورنۍ یی متعهد مسیح وو، ځکه د هغه لپاره اول سخته وه یو دین منطق سره مطابقت لري.

آوریل چې د انګلیس د ادبیاتو محصل وو ټول وخت یو عقیده لرونکې انسان وو او هغه په دې پوهه وو چې یو خدای شتون لري خو ولی د مسیحیت عقایدو سره د هغه ذهن مطابقت نه لرلو.

په پوهنتون کې یو مسلمان ځوان سره آشنا شو او هم د دې لارې هغه اسلام سره اشنا شو.

دین منطق سره مطابقت لري د امریکا نوې مسلمان / ما په اسلام کې آرام وموندله + انځور

هغه وویل: ما د اسلام په اړه خپل ملګرې سره خبرې وکړې او هغه چې هر څومره ماته تشریح را کړه هغې به هغه نه ما لپاره معنا لرله.

آوریل زیاته کړه: اسلام منطق لري، مسیحیت کې باید په پټو سترګو عقاید ومنې، ډېر ځل چې پوښتنه مې لرله، نو چپ به شوم، خو ولی په اسلام کې شک او تردید منلې شي او کوښښ کوې چې د هغې ځواب درکړي.

فولر وایئ: د یو کلیسا غړې چې له مسلمانېدو نه مخکې به فولر هلته تللو، له یو امریکایی ښځې مسلمانېدو باندې خوشحاله نه وو، هغه په فیس بک کې ورته لیکلې وو، زما زړه دهغې مېرمنې لپاره خوږېدو چې کله کلیسا کې می ولیده او دعا به یی کوله. هغه د ټولو ځوانانو لپاره الګو وه چې مسیحی ځوانان په خپل مسیحیت باندې شرمنده نه وې.

آوریل فولر وایئ چې نیکه یی د هغه دې تصمیم باندې خوشحاله نه وو او د مسلمانېدو نه ورسته هغه ټولو سره اړیکې ونیولې او ورته یی وویل: آیا غواړي چې دا عمارتونه ډېر زر په چاودنو پورته کړې.(اشاره یی د اسلام په نوم باندې روانې ترهګری ته وه)

که څه هم د آوریل پلارنی هغه تراوسه نه دي قبول کړي خو ولی د مور کورنۍ هغه قبول کړي دي.

مور به تشویق کولم چې د خپل زړه واورم

آوریل وایئ: مور مې همېشه زه تشویق کړې یم چې د خپل زړه واورم او پخپله هم اوس د اسلام مطالعه کوې چې پوهه شی چې ما سره څرنګه مرسته کولې شي.

که څه هم هغه خپل ملګرې د لاس ورکړل خو ولی نوې ملګرې هغه ترلاسه کړل او پوهنتون کې د مسلمانانو محصلانو انجمن کې ګډون سره هغه په پوهنتون کې یو نوې کور پیدا کړي.

دین منطق سره مطابقت لري د امریکا نوې مسلمان / ما په اسلام کې آرام وموندله + انځور

آوریل وایئ: اخیر هغه آرام می ترلاسه کړو چې کوم په مسیحیت کې نه وو. اوس پوهه شوم چې څه عقیده لرم او څه یم او څرنګه ژوند وکړم، لومړي ځل دې چې دا احساس کوم چې پوهېږم چې څه کوم، ډېره عجیبه ده چې آرامښت مې په داسې دین کې ترلاسه کړو چې هیواد کې می ورته د نفرت په نظر کتلې کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3629864


captcha