قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د metro.co.uk خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، می په خپل خبرو کې د روهینګیا مسلمانانو حالت یو انساني بحران وګڼلو او نسلي قتل عام سره یی تشبیه ورکړه او د میانمار چارواکې او په تېره د دغه هیواد پوځ یی د دې حالاتو مسئول وګڼل.
هغه زیاته کړه: د میانمار د بدو حالاتو او د روهینګیا د ماشومانو انځورونه چې له نورو نه د مرستې غوښتنه کوې د انسان زړه کې درد پیدا کوي.
می همدارنګه ادعا وکړه چې برېتانیا د روهینګیا مسلمانانو خلاف د تاوتریخوالی مخنیوي کې مهم رول ادا کړی او دغه کار ته به ادامه ورکوي.
د روهینګیا مسلمانان له کلونو رسي په میانمار کې د تبعیض او تاوتریخوالی سره مخامخ دي.
د میانمار حکومت هغې د بنګلادېش کډوال بولې او د دغه هیواد د ښاریز په توګه یی نه مني.
دا حالات له کال ۲۰۱۲ نه او په مسلمانانو باندې د افراطی بودائیانو د حملو نه ورستو شورو شوي وو او له دې کال شهریور میاشتې او د مسلمانانو په خلاف د پوځ بریدونو نه ورستو یو انساني بحران کې بدل شوي دي.
په ورستو میاشتو کې تقریباْ له ۶۰۰ زره نه زیات زوهینګیا مسلمانان د امان لپاره د میانمار له راخین ولایت نه بنګلادېش ته تښتېدلي دي.
http://iqna.ir/fa/news/3663259