د ایکنا راپور له مخې، د جاکارتا پوست ورځپاڼې نه په نقل، تراوسه د دې ظلمونو شورو نه څو میاشتې ورستو، هره ورځ د روهینګیا مسلمانان بې سر او سامان د میانمار له پولې د بنګلادېش کډوالو کمپونو ته روان دي.
د روهینګیا یو معلم چې د بنګلادېش په جیتاګونګ کښې ژوند کوي، د پیر په ورځ یی د جرمنی برلین په یو کانفرانس کښې چې د روهنیګیا خلکو نسل وژنې په اړه پيل کېدو په دې اړه وویل: د میانمار ظلم او زیاتې او وسله وال جنګ د دغه سیمې مسلمانان د راخین ولایت ترک کولو باندې مجبور کړي.
نړیواله سازمانونه، د بشري حقوق مدافعین او رسنۍ د میانمار حکومت له ظلم، زیاتی او قتل استفاده کوي، ملګرې ملتونو دا قومي پاکوالي او د روهینګیا خلکو دا نسل کشي ټاکلې ده.
په انګلیس کښې د روهینګیا سازمان مشر رو توون خین، وایئ: د روهینګیا مسلمانانو باندې د حکومت ظلم له همدارنګه ادامه لري او په نتیجه کښې یی په سلګونو زورو خلک پناه اخیستلو لپاره بنګلادېش ته تېښته کړې ده. د میانمار حکومت په عمدي او منظم ډول اراده لري چې د روهینګیا مسلمانانو له هویت او وجود انکار وکړي.
هغه زیاته کړه: د راخین افراطی خلک د قحط او لوږې لارې پر دوې ظلم کوي او هغوي ته اجازت نه ورکوي چې دوکان ته لاړ شي او خوراک واخلې یا ځمکو کښې کر وکړې یا ماهی ونیسي.
د روهینګیا ټولنې د اروپا په متحده ولایتونو کښې او د جنوب شرقي آسیا کښې بیا بیا له نړیواله ټولنو لکه د ملګري ملتونو سازمان او په تېره د شرقي آسیا هیوادونو اتحادیه (ASEAN)نه غوښتنه کړي چې میانمار هم د دغې غړې دی، نو په جدی توګه اقدام د نسل کشی مخنیوې لياره وکړي.
هغې تاکید کوي که چرې د میانمار حکومت د مسلمانانو خلاف غه ظلم او زیاتي ته ادامه ورکړي باید له (ASEAN)نه یی اخراج کړي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3697086