د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د افغانستان د ننګرهار د والې ویاند عطاالله خوګیاڼي وويل د پاکستان کنسولګرې د بهرنیو چارو وزارت سره د شوې تړون له مخې خپل فعالیت پيلوې دا کنسولګري وروسته له هغې وتړل شوه چې چارواکو یې د ننګرهار والې په چارو کښې په لاسوهنه تورن کړ. خو د ننګرهار والې بیا د پاکستان کنسولګرې د فساد او بډوځاله بللې وهد ننکرهار د والې ویاند وایې د ویزو د ویش د چارو دښه سمون لپاره ځانګړی مهالویش چمتو شوے دے او په پام کښې ده چې هره ورځ 1800 تنو ته ویزې ورکړې شي.
دا مهال په جلال اباد کښې له پاکستانه سره سره د هندوستان او ایران اسلامې جمهوریت کنسولګرۍ هم فعالیت کوي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i77080