د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، د سورئې په شمال لویدیځ کې دادلب ولایت په شمالی سیمو کې دفرانسوی ترهه ګرو حراس الدین ډلې سره د النصره جبهې یا تحریر الشام ترهه ګر ښکیل شوی او وئیل کیږی چې دواړو خواؤ څخه یو شمیر ترهه ګر هلاک او ټپیان شوی دی . راپور ښئ دغه ښکر په ښکرکیدا هاله پیل شوې ، چې تحریر الشام تکفیری ترهه ګرې ډلې د حراس الدین ترهه ګرې ډلګۍ اوه بهرنی ترهه ګر په حارم ښار کې ونیول .
ددغه راپور په اساس،په حارم ښارکې دیره ترهه ګرتیارسۍ شوی او د دغې سیمې په کوڅو کې سخت اخ وډب روان دی.
د ځینو احصایو په اساس ، دسورئې د پوځ او مقاومتی ځواک په پاکونکو عملیاتو کې د دغه هیواد له بیلابیلو سیمو د نړس د شپیتو هیوادونو له یو سل درو ترهه ګرو ډلو سره اړونده یو لک شپږڅلویښت زره ترهه ګر ادلب ته منتقل شوی دی .
تکفیری ترهه ګرو په تیرو دوو کلونو کې د سورئې له پوځ او مقاومتی ځواک څخه په پرله پسې ماتو سره سربداله شوی او د هغوی اربابان هماغه راز هڅه کوی په ادلب ولایت کې ئې یو ځای غونډ کړی څو په نورو سیمو اوهیوادونو کې ورځینی ناوړه استفاده و کړی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i78267