د ایکنا راپور له مخې، د رویترز نه په نقل، وایئ دا تر ټولو سخت حکم دې چې په دې اړه په مالیزیا کښې صادر شوې دې چې په دغه اړه دیني او نژادی تاوتریخوالی په کښې شتون لري.
همدارنګه یو بل کس چې په ټولنیزه چینلو کښې فعال وو هم په دغه جرم تور شوې چې عدالت به د پیر په ورځ د هغه په اړه حکم ورکوي.
سره د دې کس، ده نور کسان هم په دغه اړه نیولې شوې چې ځان بې ګناه ګڼلې.
دا څلور کسان چې د اختلاف اچولو، ذهنونه خرابولو او له ټولنیزه چینل نه ناوړه استفاده قانون پر اساس نیولې شوې دې.
د مالیزیا پولیس خلکو ته غبرګون ورکړې دې چې له ټولنیزه چینلو استفاده کولو په وخت له حساسیت پیدا کولو اقدامات چې له دغه لارې ممکن دی او ترې دینی او نژادی باورونو سپکاوې کېږي ډډه وکړي.
تېره اونۍ د مالیزیا د دینی چارو وزیر وویل چې د دغه هیواد د اسلامی چارو ادارې یوه برخه مو د اسلام او پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله په اړه سپکاوې کولو لیکلو او محتوا باندې څارنې لپاره جوړه کړې ده چې کار یی شورو کړې دې.
هغه زیاته کړه چې دا وزارت هیڅ عمل چې د دین سپکاوې په کښې وې تحمل نه کوي او غواړې دغه کار کوونکو لپاره همدارنګه د سزا اقدامات ترسره کړې.
http://iqna.ir/fa/news/3796491