د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د رهبرۍ خبرګانو شورا پرون د منافقینو له ترهګرۍ ډلګۍ او په ایران کښې د سونګو د مدیریت د طرحې په اجرا باندې د اعترا په پلمه د یوشمیر فرصت طلبو له تاوتریخوالي د دښمنانو ملاتړ ته په اشارې سره هر ډول لانجه جوړل او په عمومي او خصوصي ځایونو باندې تیری او د مذهبي ودانیو خرابول وغندل.
د رهبرۍ خبرګانو شورا په دغه بیانیه کښې د درې ګونو قواؤ د مشرانو د مصوبې د تایید په هکله د انقلاب د معظم رهبر له څرګندونو د خپل ملاتړ په اعلانولو سره د فتنه پالو او غولیدلو کسانو د لانجه مارۍ په غندلو کښې د ایران د خلکو د بصیرت او موقعیت پیژندنې قدرونه وکړه.
دغې شورا هم داشان د ایران د اسلامي جمهوریت له حکومت او پارلیمانه وغوښتل چې د نویو اقتصادي ستونزو او د ضروري شیانو د ګرانیدو د مخنیوي لپاره تابیاوې وکړي.
https://parstoday.com/ps